Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیمکارټونو د ثبت لپاره مخابراتو وزارت نوی سیسټم په پام کې نیولی دی

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وايي، د مخابراتي شبکو لپاره د سیمکارتونو د ثبت د مدیریت په موخه نوي سیسټمونه جوړيږي.

د دغه وزارت د ویاند په وینا، د دی سیسټمونو د جوړیدو چارې په ټول هیواد کې د اترا او احصایې ملي ادارو په همکارۍ پیل شوي.

ښاغلي، عنایت الله الکوزي و ویل:"د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیسټم جوړونې ریاست، د جعل او تزویر د مخنیوي په موخه نوی او پرمختللی سیسټم وړاندې کړی چې لمخې به یې د مخابراتي شبکو د مشترکینو هویت د احصایې ملي ادارې له لوري تایید کیږي او بیا به یې د راجسټر چارې پر مخ ځي."

له دې سره هممهاله، د کابل ځيني اوسېدونکي د دا ډول سیسټمونو جوړول او فعالول د سیم کارټونو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره ګټور بولي.

د کابل اوسېدونکی، محمد انور وايي: "د سیمکارټونو د ورکړې لپاره دا سیسټم ډېر ښه دی، ځکه دا کار د تقلب، جنايي جرمونو، قتل او زرګونو نورو امنیتي ستونزو مخه نیسي."

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي، اجمل و ویل: "ډېر مثبت ګام دی، خلک له یوه سیم کارټه ډېره ناوړه استفاده کوي. دا سیسټم د ټولو خلکو لپاره ښه دی."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند وایي، چې تر دې وړاندې سیم کارټونه په برېښنایي تذکرو سره ثبتېدل، خو تذکرې نه تایديدې.

دغه وزارت همداراز وایي، چې اوسمهال په هېواد کې ۲۵میلیونه فعال سیم کارټونه شته چې له دې منځه ۱۰میلیونه سیم کارټونه د برېښنایي پیژندپاڼو پر بنسټ ثبت او راجستر شوي دي.

د کابل ځيني اوسېدونکي د دا ډول سیسټمونو جوړول او فعالول د سیم کارټونو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره ګټور بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه