Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو شمېر کم شوی دی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، جولای میاشت کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په لړۍ کې کموالی راغلی دی. 

دغه بنسټ په یوه راپور کې وایي، جولای میاشت کې له پاکستانه د راستنیدونکو شمېر د مې او جون پر تله کم شوی او په مې او جون کې هره میاشت ۳۸ زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه راپور کې راغلي: « په ۲۰۲۴ کال کې د را اېستل شویو کسانو شمېر ښیي چې، د دغه بهیر اوج مې او جون میاشتې وې چې په هره میاشت کې ۳۸ زره کسان را ایستل شوي و او په جولای میاشت کې بیا دغه شمېر راکم شوی دی.»

۴۵ کلن غلام رسول چې تازه له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره یوځای تازه له پاکستانه راستون شوی دی وایي، ۴ کلن وو چې پاکستانه ته کډوال شو. 

غلام رسول و ویل: « اوس ښه ده، یو کال وړاندې یې بیخي شرایط تنګ کړي و. یخني چې راشي خلک تنګوي خو چې پسرلی او اوړی راشي بیا څه نه وایي. ښه پوهیږي چې ژمي کې هلته نشي تللی.»

حمیدالله بیا وايي، د پاکستان په یوې مدرسه کې استاد وو او ۳ ورځې مخکې بېرته هېواد ته راغلی؛ خو لا تر اوسه یې کورنۍ کابل ته نه ده رسېدلې.

حمیدالله زیاته کړه:« هېواد ته راغلو. له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده چې هغه کډوالو چې راځي، ورسره ښه چلن او مرستې وکړي. او بله غوښتنه مې هم دا ده چې هغو کسانو ته رسېدنه وکړي چې کور نه لري، اقتصادي او د کاروبار ستونزې لري.»

د پاکستان د حکومت کابینې دغه هېواد کې د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ زېږیز کال د جون تر ۳۰مې وغځوله.

شریک یي کړئ