د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ د چار سمبالې رافایلا ایوډیس ماموریت پایته ورسېد.
رافایلا ایوډیس د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې په افغانستان کې د خپل ماموریت له پایته رسېدو خبر ورکړ.
هغه وایي، په بروکسل کې به د اروپايي ټولنې له چارواکو سره هم د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، د اروپايي ټولنې چارسمبالې په دغه کتنه کې ویلي، بوسکوویچ پوهر ویرانیکا به په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نوي چارسمبالې په توګه وګمارل شي.
د بهرنیوچارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: نوموړې له افغانستان سره د بروکسل پر دوامدارو همکاریو، په ځانگړي ډول د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي چارو له نوې مشر سره ټینگار وکړ او په کابل کې یې د اروپايي ټولنې د نوې چارسمبالې په توگه د اغلې بوسکوویچ پوهر ویرانیکا له ټاکل کېدو هم خبر ورکړ.
د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځی وايي: "دا په دې مانا ده چې هغوی د نړۍ او افغانستان ترمنځ واټن راکمولی شي. دا د اروپا د راتلونکي پلان پورې اړه لري. چې هغوی څه ډول پالیسي جوړوي او څه ډول حسن نیت څرګندوي."
له بلې خوا د اروپايي ټولنې چارسمبالې د رییس الوزرا له سياسي مرستيال سره په کتنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل چې اروپايي ټولنه هڅه کوي چې د دوحې په درېيمه غونډه کې شوې ژمنې عملي کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمد الله فطرت و ویل: "هغې زیاته کړه چې له اسلامي امارت سره د همکارۍ په برخه کې اروپا له افغانانو سره ډېره مرسته کړې، هغې له افغانانو سره د اروپا د همکاریو پر دوام هم ټينګار وکړ."
په کابل کې د اروپايي ټولنې ماموريت د ۱۴۰۰ لمریز کال دې دلوې میاشتې په لومړۍ نېټه بیا پیل او تر ډېر یې فعالیتونه په بشري مرستو متمرکز دي.