کابل کې "د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او بریا" په نوم یو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
دغه نندارتون کې صنعتکاران په ۳۱۰ غرفو کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د پېژندنې او ورته د بازار موندنې لپاره د دغه ډول نندارتونونو په لاره اچول ګټور ګڼي او له هېوادوالو غواړي چې د اقتصاد د ودې او ملاتړ په موخه له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
د دغه وزارت د سوداګریزو چارو عمومي رییس پر پانګهوالو غږ کوي څو خپلې پانګې افغانستان ته را ولېږدوي.
زبیر دین پرور و ویل: « پر هغو ملګرو چې په کور دننه او یا بهر دي، غږ کوم چې افغانستان کې امنیت تامین دی او د پانګونې په لور روان دی، را دې شې افغانستان کې دې پانګونه وکړي او خپل هېواد کې په ارامۍ ژوند وکړي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا مهال له خصوصي سکټوره په ملاتړ صادرات زیات او واردات کم شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند و ویل: « د افغانستان د ځانګړي پرمختګ پر لاره دی او صادرات مو نړۍ ته په ځلونو ډېر شوې دي.»
له بل لوري د کرنې او مالدارۍ خونه بیا ټینګار کوي چې په کور دننه د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې د کرنې له سکټوره ملاتړ وشي.
د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان محمد فروتن په دې اړه و ویل: « له خصوصي سکټوره ملاتړ کولای شي په اقتصادي وده، کاري زمینو پراختیا او خوراکي خوندیتوب په برخه کې ښه رول ولري او دغه برخه کې باید ګډ کار وشي.»
دغه څلور ورځني نندارتون کې به ۳۱۰ غرفو کې بېلابېل محصولات نندارې ته وړاندې شي، چې ۱۵۰ غرفې یې لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.