Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ندیم: د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو شرایط برابر نه‌دي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي چې، تراوسه په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستو شرایط برابر نه‌دي.

ښاغلي ندیم د دغه وزارت د یو کلنو لاسته‌راوړونو د تشریح په پروګرام کې زیاتوي چې، ځينو څېرو په خپل‌سري ډول د نجونو د زده‌کړو په تړاو نه توجیه کېدونکې نظرونه څرګندوي او زیاتوي چې، د اسلامي شریعت له پامه غورځول د خلکو غوښتنه نه شي کېدای.
 
د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست په دې تړاو وايي:«خامخا به دا سل په سلو کې کېږي چې، په دغې ورځې باندې د تحصیل اجازه ده یا څنګه؟ پر دې د علماوو تحقیق روان دی، که‌ د علماوو په تحقیقاتو کې دا ثباته شوه چې، د اناثو تحصیل په دې بڼه جایز دی، دا باور دی چې، بیا به جواز پیدا کوي او که تحقیقات دا وايي چې، معطل دې وي او دا دې نه‌وي همداسې معطل به پاتې وي.»

ندا محمد ندیم دغه‌راز وايي چې، د دغه وزارت په تشکېل کې د تېر وخت پرتله پنځه زره کسان زیات شوي او ټینګار کوي هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې، له تحصیلي ادرسونو خیالي سند ترلاسه کړي.

ښاغلي ندیم وویل:«نور په افغانستان کې د دې فرصت چا ته نه‌ورکوو چې، هغه ټولنې ته خیالي محصل وړاندې کړي، بې‌ځایه دپيلوم چا ته ورکړي.» 

د دغه وزارت مسوولان دغه‌راز د ۱۳۰ تحصیلي نصابونو د وروستي کېدو خبر ورکوي او وايي چې، دا نصابونه د تایید لپاره د اسلامي امارت مشر ته استول شوي دي. د دغه وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست زیاتوي چې، په تېر یوه کال کې یې د بېلابېلو تحصیلي برخو ترڅنګ د روغتیایي خدمتونو په برخه کې هم فعالیتونه کړي دي.

 د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رییس سردار ولي صالحي وايي:«د دیني او ملي ارزښتونو او نړۍوالو معیارونو سره سم، په ټولیزه توګه ۱۳۱ تحصیلي نصابونه وروستي او د اسلامي امارت محترم عالي مقام ته د منظورۍ په موخه استول شوي دي.»

د لوړو زدهډ‌کړو وزارت د نشراتو او اړیکو رییس  روح‌الله روحاني هم څرګندوي:«د لوړو زده‌کړو وزارت اړوند تدریسي روغتونونو کې په ټولیزه توګه د (OPD) په برخه کې ۵۳۱ زره او ۷۱۲ او د (IPD) په برخه کې، ۳۱ زره ۲۴ او د نسايي ولادي په برخه کې، ۱۰ زره او ۹۵۰ تنو ناروغانو درملنه شوې ده.»

بلخوا د دغه وزارت ویاند وايي چې، د دکتورا ۱۱پروګرامونه، د ماسټري ۲۶پروګرامونه، د لیسانس په کچه ۱۳ نوي پوهنځي او دغه‌راز په بېلابېلو تحصیلي بنسټونو کې۸۶ نوي ډیپارټمنټونه رامنځته شوي دي.

ضیاءالله هاشمي دغه‌راز د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون لپاره د ۱۱ بهرنیو استادنو د جذب خبر ورکوي:«په افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون کې، د هېواد د ځوان نسل د تخصصي او مسلکي روزنې په موخه د مصر، ترکیې، ایران او نورو اسلامي هېوادونو څخه ۱۱ استادان استخدام شوي دي.»

د لوړو زده‌کړو وزارت دغه‌راز وايي چې، له ډیپلومونو او ټرانسکرپټونو یې تر ۵۵۷ مېلیونه افغانیو زیات عواید راټول کړي او اوس‌مهال شاوخوا ۱۹۰ زره محصلان په تحصیلي بنسټونو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ