Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جف ګریکو په افغانستان کې له بانکي فعالیتونو ملاتړ کوي

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رييس جف ګریکو د افغانستان بانک له مرستیال سره په کتنه کې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په اقتصادي او بانکي سکتورونو کې د دغه بانک فعالیتونه اغېزناک وبلل.

نوموړي همداراز په دې کتنه کې زیاته کړه، چې د یادو سکټورونو د لا زیاتې پراختیا او ودې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري وايي: « په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان بانک توانیدلی، چې په ښه توګه د افغانیو له ارزښت ساتنه وکړي. د انفلاسیون په مطلب حد کې وساتي او همدارنګه د نغدینګۍ او منظم بانکي نظام په برخه کې ګامونه پورته کړي. نوموړي په نورو برخو کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.»

له دې سره سم، د چارو ځینې شنونکي په هېواد کې د بانکي خدمتونو په تړاو د اسانتیاوو برابرېدل او همداراز له بانکي او خصوصي سکټوره ملاتړ د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی، شاکر یعقوبي وايي: « له افغانستان بانک سره باید د مدین او پرمختللي سیسټم په توګه چلند وکړي. له خصوصي سکټوره ملاتړ وشي او د هغوی همکاري هم د اقتصادي ودې لپاره ګټور تمامیږي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالفغار نظامي هم په دې اړه وايي: « د افغانستان بانک له وروستیو اقداماتو معلومېږي چې دوی له بانکي سکټورونو ملاتړ کوي. که د دوی پر فعالیتونو غور کوي دا ډېر ښه زیری دی.»

د ویلو ده چې، تر دې مخکې د افغانستان په تړاو د دوحې په درېیمه غونډه کې په افغانستان کې د خصوصي او بانکي سکټورونو پر ملاتړ هم ټینګار شوی وو.

تر دې مخکې د افغانستان په تړاو د دوحې په درېیمه غونډه کې په افغانستان کې د خصوصي او بانکي سکټورونو پر ملاتړ هم ټینګار شوی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه