د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن (سېشنبې)د رسنیو په مرکز کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وايي، ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان له خاورې د ګواښ په اړه اندېښنه ونهلري او هېڅ هېواد د افغانستان له خاورې د ګواښ پېښدل نهشي ثابتولای.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع همدارنګه زیاتوي، داعش په افغانستان کې ځپل شوی او هېڅ فزیکي حضور نهلري او فعالیتونه يې صفر ته رسېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګندوی:«ټول پوهېږي چې، بېځایه او بېبنسټه تورونه دي. کهچېرې هغوی سند لري، را دې وړي. موږ ډاډه یو چې، الحمدالله د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره غوره تعامل لري او هیله لرو چې، غوره تعامل ولري.»
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري هم وايي:«په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته اسلامي نظام مظبوط او حاکم دی د هېواد په یوه لوېشت خاوره کې هم څوک نهشي کولای چې، ناامني رامنځته کړي.»
عبدالمتین قانع وايي، تېر کال په هېواد کې د جنايي جرمونو ګراف ۳۰ سلنه راټیټ شوی دی. د وزارت د شمېرو پر بنسټ، امنیتي ځواکونو د اختطاف چیانو ضد عملیاتو کې څه باندې ۷۰ انسان تښتوونکي نیولي او تر ۳۰ ډېر له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
دغه وزارت، په هېواد کې د نږدې څلور زره ټنه نشهيي توکو نیول، د نشهيي توکو څه د پاسه ۷۰ کارخونو لهمنځه وړل او په تړاو يې تر ۱۰ زره د ډېرو تورنو کسانو نیول خپلې لاسته راوړنې بولي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي:«د پولیسو ځواکونو له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې هم د تېر کال پرتله ښه فعالیتونه لرلي چې، دغه فعالیتونه الحمدالله د هېواد په کچه د جرمونو د ۳۰ سلنې د کموالي لامل شوي دي چې، یوه ښه لاستهراوړنه ده.»
ښاغلی قانع همداراز زیاتوي، تېر کال په هېواد کې د نږدې دوه زره اورلګېدنو په پېښو کې هېوادوالو ته څه باندې ۳ مېلیارده او ۲۰۴ مېلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی. د نوموړی همدارنګه وايي چې، د پولیسو تر ۲۸ زره ډېر بېلابېل ډوله موټر او ۷۴۰ وسلې بیا فعاله کړل شوې دي.
عبدالمتین قانع څرګندوي:«۳۴۴ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشهيي توکي، څه باندې یو کیلوګرام سره زره له هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو په بېلابېلو پېښو کې نیول شوي چې، د دغو پېښو په تړاو ۵۹۱ تنه نیول شوي دي.»
د دغه وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، تېر کال يې له یو مېلیون ډېر پاسپورټونه غوښتونکو ته وېشلي دي. د دې سربېره، په همدې موده کې د کابل په هوايي ډګر کې له یو مېلیون ډېر ډالر، څه باندې ۸۰۰ زره یورو او ۴ مېلیونه او ۸۳ زره سعودي ریال د قاچاق مخه نیولې او د نشهيي توکو د قاچاق او څه د پاسه یو کیلو ګرامه سرو زرو په تور يې نږدې ۶۰۰ کسان نیولي دي.