Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت «افغانستان کې د داعش او ټي‌ټي‌پي د شتون ادعا» بې بنسټه وبلله

د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت نن (چهارشنبې) د رسنیو په مرکز کې په یوه پروګرام کې د داعش د حضور په تړاو د پنټاګون ادعا او په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د فعالیت په هکله د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې دي.
 
د دفاع وزارت لوی درستیز ټينګار کړی چې، دم‌ګړۍ د افغانستان خاوره امنه ده او د ګاونډیو په ګډون د هېڅ هېواد پر وړاندې به ترې کار وانه‌خیستل شي. 

ښاغلي فطرت په دې هکله وویل:«داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه له‌منځه تللی، دلته حضور نه‌لري یوازې یوه بې‌بنسټه ادعا ده.»

د دغه وزارت لوی درستیز همدارنګه زیاتوي چې، ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې مرکز نه‌لري او له نورو هېوادونو غواړي چې، له افغان خاورې وېره ونه‌لري.

فصیح‌الدین فطرت وايي:«موږ او تاسې ټول درک لرو او پوهېږو چې، ټي‌ټي‌پي په پاکستان کې په څرګنده مرکزونه لري او هلته ځينې سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري. او له هغه ځایه د پاکستان پر پوځيانو او دولت عملیات پلان او ترسره کوي.»

له دې سره جوخت د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ادعا کړې چې، د پاکستان د طالبانو تحریک له افغان خاورې خپل عملیات پلاونوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې هکله ویلي:«دغه مسئله نور راز نه‌ده چې، ترهګر له افغان خاورې خپل بریدونه تنظیموي. موږ نه یوازې د دغې مسئلې حساسیت له افغان لوري سره شریک کړی؛ بلکې د ترهګرو پر وړاندې مو لوی عملیات هم ترسره کړي دي.»

له بل لوري د امریکا د دفاع وزارت ویاند هم ادعا کوي چې، په افغانستان کې د سرپرست حکومت حاکمیت ته په کتو لا هم په دغه هېواد کې د داعش په ګډون ترهګرې ډلې حضور لري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پټرېک رایډر څرګندوي:«طالبان اوس د افغانستان واکمن دي او زه دغه اصطلاح په ازاده توګه بیانوم. نو په هغه ځای کې د یوه په اصطلاح حاکم بنسټ په توګه واضحه ده چې، د هغوی او داعش تر منځ توپیر شته؛ خو دم‌ګړۍ ډېری نورې ترهګرې ډلې هم په افغانستان کې حضور لري.»

کورنیو چارو وزارت هم تېره ورځ (سې‌شنبې) د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې ویلي چې، په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه صفر ته رسېدلي او هغه هېوادونه چې، په دې تړاو اندېښنې لري؛ په افغانستان کې د داعش د حضور په تړاو هېڅ ثبوت نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه