دفاع وزارت د افغانستان د څرخکو په تړاو د امریکا او ازبیکستان هوکړې ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه چورلکې د افغانستان حق دی او هڅه کوو چې، له هرې ممکنې لارې یې ترلاسه کړو.
د دفاع وزارت لوی درستیز د خپل کلني راپور د ورکړې په غونډه کې همدارنګه زیاته کړې چې، امریکا ازبیکستان ته د دغو نظامي تجهیزاتو د سپارلو حق نهلري.
د دفاع وزارت لوی درستیز په دې اړه وویل:«له هغوی زموږ غوښتنه دا ده چې، ښه ګاونډیتوب په پام کې ونیسي او باید داسې یو کار ونه مني چې، یو زورواکی د یوه بل چا حق هغوی ته ورکړي. د افغانستان الوتکې په افغانستان پورې اړه لري او د افغانستان حق دی، زموږ حق دی، او هېڅکله زموږ لپاره د منلو نهده.»
ښاغلي فطرت، د خپلو خبرو په لړ کې وايي چې، د یوه کال په لړ کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښه کې د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې کمې شوې دي.
د دفاع وزارت مسوولان ټینګار کوي، هېچاته به اجازه ورنه کړي چې، د هېواد هوايي حریم نقض کړي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت په دې هکله وايي:«یقیناً چې په لومړنیو کلونو کې دغه ستونزې زیاتې وې؛ خو د یوه کال په لړ کې کمې شوې او راتلونکو کلونو کې هڅه کېږي چې، دا صفر ته ورسېږي.»
د ملي دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد قاسم فرید هم څرګندوي:«موږ د خپل سر، مال په قربانۍ باندې له خپلې خاورې، له خپل عزت نه، له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، له خپل وطنه به خامخا دفاع کوو او دې ته ژمن یو، دا مو عقیده او باور دی او له دې نه تر مرګه پورې نه شاته کېږو.»
ښاغلی فطرت وايي چې، سږ کال به د پوځ شمېر ۲۰۰ زرو ته ورسوي او زیاتوي چې، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ګراف هم صفر ته رسېدلی دی.
د دفاع وزارت لوی درستیز وویل:«سږکال له ۱۸۰ زرو هم لوړېږي او هغه شمېر چې په پام کې نیول شوی تر ۲۰۰ زرو پورې، انشاالله دا لوړېږي او تر هرې کچې چې، اړتیا وي، په هماغې کچې په کال کې زیاتېږي.»
د دفاع وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، د هېواد د سرحدونو د ساتنې او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه په ۳۷ کمپونو کې ۶۷ کنډکونه، ۱۰۸ بیزونه او ۱۰۶۷ امنیتي پوستې جوړې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه