Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکيې سره د سوداګرۍ پراختیا؛ د افغانستان صادرات ۱۱ سلنه زیات شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ترکیې ته په صادراتو کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه موده کې له ترکیې سره د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې، چې ۸.۳ میلیونه ډالره یې صادرات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وایي: « ترکیې سره د افغانستان صادرات او واردات د ۱۴۰۳ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت و، چې ۸ میلیونه ډالر یې صادرات او ۳۷ میلیونه ډالر یې واردات وو. د تېر کال لومړیو پنځو میاشتو پرتله ۱۱ سلنه صادرات او  ۲۹ سلنه واردات زیات شوي دي.»
  
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتنه کې د کابل او انقرې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پياوړتیا ټینګار کړی. 

محمد یونس مهمند دغه کتنه کې ترکي پانګوالو او سوداګرو ته په کابل کې جوړېدونکي امام ابو حنیفه رح درېیم نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده. 

محمد یونس مهمند طلوع‌نیوز ته وایي: « ترکیه کې درې یا څلور ستر بنسټونه دي چې دوه یې د افغانستان د سوداګرۍ له خونې سره مستقیم کار کوي او د اکټوبر په شپږمه ترسره کېدونکي نندارتون کې مو د ګډون بلنه ورکړه. دغه بلنه افغانستان کې د پانګونې په موخه ده.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتوالي په موخه د افغانستان پر کانونو، انرژۍ او کرنې د ترکيې پانګونه ګټوره بولي. 

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رشتیا و ویل: « که په دې برخه کې موږ د پانګونې شاهدان اوسو، بې له شکه د کاري زمینې برابرېدو برخه کې موږ سره مرسته کوي او دغه راز موږ سره مرسته کوي چې د اقتصادي پرمختګ په لور ولاړ شو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۲ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د کابل او انقرې تر منځ د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې او ترکیې ته له افغانستان ممیز، کُنجد، غالۍ، د غويي پوست او طبي بوټي صادر شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه