Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران ته د بیکارۍ له امله په ناقانونه کډوالۍ کې زیاتوالی

هره ورځ سلګونه هېوادوال د اقتصادي ستونزو له کبله په ناقانونه توګه د نیمروز له لارې ایران ته ځي. 

دوی وايي، که په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شي نو بهر ته به زړه ښه نه کړي. 

۱۹ کلن مصطفی درې کاله وړاندې کوژده کړې او د مهر او واده لګښتونو پوره کولو په موخه غواړي د نیمروز له لارې په ناقانونه ډول ایران ته ولاړ شي.

د لغمان اوسېدونکي، مصطفی طلوع‌نیوز ته و ویل: « مهر زموږ لپاره ډېر زیات دی او دلته کار نشته؛ که دلته کار پیدا شي، نو موږ دومره خطر نه اخلو. غوښتنه مو دا ده چې هېواد کې د کار زمینه برابره شي.»

د بلخ اوسېدونکی، محمد عالم وایي: « دلته کار نشته، له لوی اختر راهیسې تر اوسه بې کاره یم. موږ له مجبورۍ ځو، له خوښۍ نه ځو.»

په همدې حال د نیمروز امنیتي مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې نږدې ۴۰۰ انساني قاچاق کوونکي نیولي دي.

د نیمروز امنیه قوماندانۍ ویاند، ګل محمد قدرت و ویل: « اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې هڅه کړې چې نیمروز کې د قاچاق مخه ونیسي. تر دې مهاله نږدې څلور سوره قاچاق کوونکي نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوې دي.»

د ویلو ده چې په ورځني ډول سلګونه هېوادوال د وزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په قاچاقي ډول د نیمروز له لارې ایران ته ځي، خو اسلامي امارت له هېوادوالو غواړي، چې په قانوني ډول نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

د نیمروز امنیتي مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې نږدې ۴۰۰ انساني قاچاق کوونکي نیولي دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه