Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان کورنیو چارو وزارت: د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو ژر پیلیږي

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې له مشر سره په کتنه کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر کې د نړۍوالې ټولنې او دغه سازمان رول مهم بللی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، محسن نقوي په دغه کتنه کې ټینګار کړی، چې ژر به د افغان کډوالو د بېرته اېستلو دویم پړاو پیل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: « محسن نقوي و ویل، پاکستان له لسګونو کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه‌توب کړی او تر دې وروسته به له قانوني اسنادو پرته هیچاته اجازه ورنه کړي چې په پاکستان کې پاتي شي. هغه دغه راز زیاته کړه چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو دویم پړاو به ډېر ژر پیل شي.»

پاکستانی خبریال، طاهر خان په دې اړه داسې وايي: ګومان نه کوم چې پاکستان په یوازې ځان دا کار وکړي، زما په نظر او موږ ته چې ویل شوي نو دا درې اړخیزه ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره، پاکستان او افغانستان په ګډه دا کار کوي.

خبرپاڼه کاږي چې په کتنه کې اندریکاراتواته ویلي، ملګري ملتونه د افغان کډوالو راستنېدو په برخه کې افغانستان سره له نږدې کار کوي.

پاکستان کې افغان کډوال، احسان احمدزی په دې اړه طلوع نیوز ته وايي: زموږ غوښتنه دا ده چې لومړی دې افغانستان کې د کډوالو لپاره چاپیریال مساعد شي او بیا دې پر دغې موضوع بحث وشي.

پاکستان کې مېشت یو بل افغان کډوال، ابراهیم دانش وايي: موږ له پاکستان حکومته غواړو چې د ګاونډيتوب او مسوولیت پذیرۍ حس ته په کتو کډوال له پاکستانه و نه شړي.

په همدې حال کې اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې اړه تر اوسه په رسمي ډول دوی ته څه نه دي ویل شوي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالی، سردار احمد شکیب وايي: د کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان حکومت له لوري موږ ته تر اوسه رسماً څه نه دي ویل شوي. البته دوی همیش دا وايي چې کوم کسان په پاکستان کې اوسي او اسناد نه لري هغه موږ وباسو او هغوی قانوني حق نه لري.

تر دې وړاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو، پاکستان او افغان لوري ترمنځ، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د درې اړخیزې غونډې وړاندیز هم کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه