د سمنګان خلم ولسوالۍ د صیاد چینې یا شفا چینې ته د ور تلونکو سېلانیانو شمېر دې وروستیو کې زیات شوی دی.
د طبیعي جاذبو لرلو له امله په ورځني ډول لسګونه سېلانیان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د دغې چینې لېدو ته ورځي.
د سمنګان د خلم اوسېدونکی، حبیب الله وایي: « له مزارشریف، صیاد، او د سمنګان له پیرنخچیره هره ورځ سل تر دوه سوو کسان تفریح ته راځي.»
د فاریاب اوسېدونکي، عبدالحکیم و ویل: « د صیاد چینه ډېره ښه چینه ده، له غزه یې اوبه را وځي او ډېرې پاکې دي او د جمعې په ورځو کې ډېر خلک د تفریح لپاره دلته راځي.»
دغې چینې ته ځینې راغلي سېلانیان له مسوولینو چې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکي، محمد رضا و ویل: « ډېر ښه ځای او ښه فضا ده، یوازې یو بازار که جوړ شي ډېره به ښه وي.»
د سمنګان اوسېدونکي، عبدالقدیر و ویل: « دلته سیوری نشته چې ورته کیني، خلک راځي او پخلی کوي خو د کیناستو او خوړو لپاره ځای نشته.»
د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، هڅه کوي چې دغه چینې ته د ورتلونکو سېلانیانو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، فیروز الدین منیب په دې اړه و ویل: « د صیاد چینې په اړه مو انشاالله ښه پلان نیولی دی، چې جوړ یې کړو، شاوخوا یې جوړې کړو چې راتلونکي کې یې له ویجاړېدو وژغورو.»
سمنګان د هېواد یو له شمالي ولایتونو دی چې د صیاد چینې سربېره طبیعي سیمې او د ګرځندویۍ زیات ځایونه لري او مشهور هغه یې په ایبک ښار کې د رستم تخت دی.
په دې اړه مو اندونه