د اګسټ ۳۱مه له هېواده د امریکا د وروستي پوځي له وتلو او په افغانستان کې د واشنګټن د شل کلن حضور له پای ته رسېدو سره برابره ده.
امریکايي ځواکونو او متحدانو یې ۲۳ کاله مخکې له ترهګرۍ سره د مبارزې له شعار سره پر افغانستان یرغل وکړ او بالاخره په دغه هېواد کې له شل کلن حضور وروسته، د امریکايي ځواکونو وروستۍ سرتېری د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه ووت.
د متحده ایالتونو ځواکونه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له مرګونو بریدونو وروسته چې، په نیویارک ښار کې پر لویو سوداګریزو برجونو وشول، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په شعار سره افغانستان ته راغلل.
د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش په دې هکله ویلي و:«زما په امر امریکايي پوځیانو په افغانستان کې د القاعده د ترهګریزو تاسیساتو پر وړاندې بریدونه پیل کړي دي.»
امریکایي ځواکونو د برېټانیوي ځواکونو په ملاتړ د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه د افغانستان پر حکومت بریدونه پیل کړل. د هماغه کال د ډسمبر پر پنځمه د بُن د تړون له لاسلیک کېدو وروسته، حامد کرزی د افغانستان د لنډمهالي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په افغانستان کې د امریکا د دوو لسیزو حضور پر مهال د دغه هېواد د ځواکونو شمېر کله زیات او کله هم کم شو. او بالاخره تر هغې وروسته چې، د امریکا ځواکونو د القاعدې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د متحده ایالتونو د ځواکونو د وتلو امر صادر کړ.
بارک اوباما هغه مهال ویلي و:«متحده ایالاتو یو لړ عملیات ترسره کړل چې، په پایله کې یې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژل شو.»
په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د امریکا او ناټو ماموریت پای ته ورسېد او د جګړې مسوولیت د وخت د حکومت سرتېرو ته وسپارل شو. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د اسلامي امارت بریدونه هم زیات شول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته تر رسېدو وروسته خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وګوماره او په پایله کې یې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک لاسلیک شو. د دغه هوکړهلیک له مخې، د امریکا متحده ایالتونو ځواکونو تر ۲۰۲۱زېږدیز کال پورې وخت درلود چې، په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.
د افغانستان په جګړه کې د امریکا څلورم ښکېل ولسمشر جوبایډن هم، ۲۰۲۱ زېږدیز کال د امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله وايي:«د دوحې د سولې په نامه یې یې هوکړه لاسلیک کړه او د دې لامل شوه چې، هغوی [امریکایان] افغانستان پرېږدي.»
په دغه کال کې ولایتونه یو پر بل پسې سقوط شول او د اګست پر پنځلسمه د افغانستان مخکینی ولسمشر اشرف غني له هېواده وتښتېد او د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته راننوتل او د ولسمشرۍ ماڼۍ یې ونیوله.
بالاخره د امریکا وروستی پوځي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر۳۱ مه، له افغانستانه ووت او په دې توګه په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور پای ته ورسېد.