د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک په یوې خبري ناسته کې ویلي چې، دغه سازمان په افغانستان کې د سرپرست حکومت په ګډون له ټولو ښکېلو ډلو او هېوادونو سره به تعامل ته دوام ورکړي.
ښاغلي دوجاریک له سرپرست حکومته هم غواړي چې، د ډیپلوماټیک تعامل لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند خبریالانو ته ویلي:«موږ په افغانستان کې د طالبانو په ګډون له ټولو لورو سره تعامل ته دوام ورکوو او د امنیت شورا لخوا د راکړل شوي ماموریت سره سم، غواړو د طالبانو په ګډون افغانستان کې له ټولو ډلو او شریکانو سره تعامل ته دوام ورکړو. موږ له اسلامي امارته غواړو چې، د ډیپلوماټیک تعامل لپاره لا ډېرې لارې پرانیزي.»
ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم وايي، مثبت تعامل د ستونزې حل لار ده او هېوادونه او نړۍوال سازمانونه باید له اسلامي مارت سره تعامل وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال طلوعنیوز ته وايي:«تعامل یوازېنۍ هغه لار ده چې، د ستونزو په حل او د اړیکو په پرمختګ او پراختیا کې مهم رول لري، د نړۍ هېوادونه او سازمانونه باید د افغانستان د اسلامي امارت سره مثبتو تعاملاتو ته راوړاندې شي.»
د سیاسي چارو ځينې شنوونکي د اسلامي امارت او نړي ترمنځ پر تعامل ټینګار کوي او په باور يې، پر سرپرست حکومت د فشارونو راوړل د ستونزې د حل لار نهده.
د سیاسي چارو شنونکی ناصر شفیق په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«په کار دا ده چې، موږ د هغو روا حقونو په تامین سره چې، د نړۍوالې ټولنې له ارزښتونو څخه ګڼل کېږي، د نړۍوالو ټولنو او جوړښتونو سره د تعامل زمینې او اسباب برابر کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو څه باندې درې کاله کېږي؛ خو تراوسه هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه او سیاسي استازولۍ پرانیستي دي.