د ازموینو ملي اداره وایي، ټاکل شوې راتلونکي ۱۴۰۴ کال کې د کانکور ازموینه تخصصي کړي.
د ازموینو ملي ادارې مسوولینو د دغې ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، د کانکور ازموینې د تخصصي کېدو په موخه خبرې روانې دي، چې دغه ازموینه د طبي، ساینسي او ټولنیزو علومو په درې برخو کې تخصصي کړي.
د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو د تنظیم چارو رییس عرفان الله عباد وایې: « موږ غواړو د کانکور ازموینه درې برخو کې تخصصي کړو، یوه طبي برخه ده، بله سایني برخه او بله هم اجتماعي برخه ده، د دې لپاره د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت سره غونډې شوې هم دي او غونډې روانې هم دي.»
دغه پروګرام کې د ازموینې ملي ادارې سرپرست وایي، د ازموینو داوطلبانو ته د اسانتیاو برابرولو ترڅنګ، هڅه کوي چې د ازموینو اخیستو نوی سیسټم هم پیاوړی کړي او شته ستونزې حل کړي.
عبدالباقی حقاني و ویل: «زموږ او ترکیې ترمنځ د ازموینې په طریقه کې مشابهت زیات دی او د ترکیې سیسټمونه ډېر پرمختللي دي، نو د دې لپاره موږ د دغه هېواد له استازو سره بیا بیا ناستې وکړې او بیا د دغه هېواد تخنیکي ټیم دلته راغی او بیا د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت سره هم ناستې وشوې.»
حقاني زیاتوي، چې تېر یوه کال کې یې په بېلابېلو برخو کې په ۵۸ پړاوونو کې له نږدې ۱۸۰ زره داوطلبانو ازموینې اخیستې او څه باندې ۸۷ زره یې بریالي پېژندلي دي.
د هغه په خبره، دغه کال کې په بېلابېلو برخو کې لس کړنلارې او دوه لایحې هم نافذ شوي دي.
د ازموینو د ملي ادارې سرپرست زیاته کړه : « تېر یوه کال کې په ټولنیزه توګه له ۱۷۷زره او ۲۰ کسانو ازموینه اخیستل شوې، د هغې له ډلې ۸۷ زره او ۱۰۴تنه بېلابېلو ادارو ته د بریالیو زده کړیالانو په توګه ور پېژندل شوې دي.
عبدالباقي حقاني دغه راز د ازموینو ملي ادارې د کار له رونټیا ډاډ ورکوي او وایي، د ازموینو اخیستو په بهیر کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کیږي.
په دې اړه مو اندونه