پاکستان کې ځينې افغان کډوالو طلوعنیوز ته ویلي چې، له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو احتمالي پیل اندېښمن کړي دي.
هغوی زیاتوي چې، دوی له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او نهشي کولای چې یو په یو خپل کارو بار خوشې کړي او افغانستان ته راستانه شي.
دغه کډوال د پاکستان له حکومت او د کډوالۍ له نړۍوالو ادارو غواړي چې، د دوی ستونزو ته جدي پام وکړي.
په پاکستان کې افغان کډوال احسان احمدزی وايي:«هغه افغانان چې، دلته په پاکستان کې ژوند کوي، ځينې یې له څلوېښتو کلونو راهیسې دلته ژوند کوي. هغوی له فېزیکي او رواني پلوه چمتو نهدي چې، دومره ژر افغانستان ته ولاړ شي.»
په پاکستان کې افغان کډوال الله میر څرګنده کړه:«داسې کډوال دي چې، په پاکستان کې پیدا شوي، کهچېرې افغانستان ته واستول شي، هغوی یوځل بیا کډوال کېږي. هغوی په افغانستان کې د سرپناه نهلرلو او زدهکړو ته د نهلاسرسي له ستونزو سره به مخ شي.»
بلخوا، په اسلاماباد کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې، د دغه هېواد سفیر د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره په یو لړ موضوعاتو، په ځانګړي ډول په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ په تړاو خبرې کړې دي.
له دې سره جوخت، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر به هم پیل شي، چې قانوني اسناد نه لري.
د کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي:«نړۍوال سازمانونه باید له پاکستان سره د ډپيلوماتیکو خبرو اترو زمینه برابره کړي چې، د کډوالو د ملاتړ، د هغوی د ستونزو حل او د دغو کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي لپاره، لازمې خبرې اترې ترسره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي سره په کتنه کې ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو به ژر پیل شي.
په دې اړه مو اندونه