د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یوناما دفتر له لوري د هېواد په لویدیځه او ختیځه حوزه کې د خبریالانو او حکومتي ویاندویانو ترمنځ ګډې غونډې جوړې شوې.
د دغو غونډو موخه مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاو برابرولو سربېره د خبریالانو او حکومتي ویاندویانو ترمنځ لازیاته همغږي بلل شوې ده.
لویدیځه حوزه کې د یوناما دفتر رییسه، توموکو کوبوتا ویلي: « خلک باید له پرېکړو او هغه څه چې په هېواد کې یې تېرېږي خبر وي او رسنۍ مسوولیت لري چې دا اطلاعات د خلکو په واک کې ورکړي. زه هیله منه یم چې دا پروګرام وکولای شي د خبریالانو او سیمهییزو ادارو نشراتي مسوولینو ترمنځ ګډ درک رامنځته کړي.»
هرات کې د خبریالانو ملاتړ او څارنې کمېټې مسوول، شمیل احمد مشعل و ویل: « د ترسره کولو موخه یې دولتي مالوماتو ته د خبریالانو اسانه او ښه لاسرسی دی چې به له شکه اغېزناکې به وي. موږ په خپلو ناستو کې بیا بیا مالوماتو ته د خبریالانو په اسانه لاسرسي ټینګار کړی دی.»
د هرات او ننګرهار ولایتونو مسوولین ډاډ ورکوي چې خبریالانو ته د مالوماتو ورکړې او د رسنیو ملاتړ ته ژمن دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي و ویل: « کابل کې مالوماتو ته د لاسرسي ریاست فعال دی او راتلونکو ورځو کې به ټولو زونونو کې ویاندویان او د رسنیو مسوولین غونډې وکړي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رایټ مسوول، عبدالحق حماد و ویل: « موږ باید د نظام پر وړاندې دغه ډول تګلاره غوره کړو چې له هر څه سره مخالف اوسو، بلکې باید له دوی سره اوږه په اوږه د ننګونو د حل لپاره کار وکړو.»
هرات او ننګرهار کې خبریالان دغه ډول غونډې د حکومتي ادارو او خبریالانو ترمنځ د باور فضا پیاوړتیا برخه کې اغېزمې ګڼي.
دوی وايي، د پخوا پرتله د حکومتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
هرات کې خبریال، روح الله دانش وایي: « دا دې لامل کیږي چې د هرې پېښې مالومات د ویاندویانو له لوري خبریالانو ته ورسیږي.»
له ننګرهاره یو بل خبریال، شاه محمود شینواري و ویل: « په یوه سالم چوکاټ چې د مالوماتو ورکړه چې ټولنه له اصلي او ریښتینو مالوماتو خبره شي، اړتیا ده، ځکه دغه ډول رسنۍ د هغو رسنیو مخه نیسي چې د دورغو پر اوازو فعالیت کوي.»
د ټولیزو رسنیو او مالوماتو ته د لاسرسي قوانینو توشیح د هېواد د خبریالانو یوه بنسټیزه غوښتنه ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ډاډ ورکوي چې د قوانینو نافذ کېدو سره به په هېواد کې رسنیز فعالیتونه قانوني شي.
په دې اړه مو اندونه