Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍ بام؛ د پامیر په دنګو غرونو کې ډول ډول څارویو د سېلانیانو پام ور اړولی

د بدخشان په پامیر کې د مارکو پولو هوسیو، واورینو پړانګانو او لسګونو نورو اهلي او وحشي څارویو شتون د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو پام ور اړولی دی.

د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست د شمېرو لمخې، پامیر کې نږدې ۳۰ ډوله کمیابه څاروي او له ۲۷۰ زیات مرغان شته.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، بدخشان د سترو جهیلونو، دنګو غرونو، پراخو دښتو، زرغونو او طبیعي منظرو لرلو سره د ګرځندوی صنعت ودې لپاره مناسب ځای دی.

د بدخشان د چاپېریال ساتنې رییس، فیض الرحمان ابراهیمي و ویل:« د واخان په ملي پارک کې مارکوپولو او هایبک هوسیو په ګډون ۲۶ ډوله وحشي څاروي او ۲۷۵ ډوله الوتونکي شته دي.»

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، ذبیح الله امیري وایي: « بهرني سېلانیان ډېری له دې جهیله لیدنه کوي، هر بهرنی چې بدخشان ته راځي یو له موخو یې د چقمقتین جهیل لیدنه وي.»

د کوچني پامیر د دنګو غرونو په منځ کې  د چقمقتین جهیل ۱۷ کیلومتره اوږدوالی او درې کیلومتره پراخوالی لري چې د بدخشان یوه طبیعي جاذبه ده.

هر کال لسګونه بهرني سېلانیان د دغه جهیل لیدلو ته راځي.  

د پامیر ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالاحد و ویل: « بهرنیان هر کال راځي، دا ځای ګوري، انځورونه اخلي او ځي.»

پامیر ته راغلي سیلاني، ذبیح الله و ویل: « د پامیر سړک خراب دی، دولت باید جدي پام وکړي او بیا و رغول شي، د دې خلکو لپاره یوه شتمني ده.»

پامیر یا د نړۍ بام په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د پخواني حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې له لوري د هېواد دویم ملي پارک اعلان شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه