Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سټنډرډ ملي اداره: تېر کال کې څه د پاسه دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

د سټندرد ملي اداره وايي، تېر کال یې څه باندې ۲ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عاید درلود.

د دغې ادارې مسوولینو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، تېر کال کې څه باندې ۱۲۸ زره ټنه کم کیفیته نفتي توکي د هېواد په بندرونو کې بېرته لیږدول شوي دي.

دوی یلي، يوولس برخو کې یې ۹۱ سټنډرډونه جوړ کړي او په دې وروستیو کې د سټنډرډ د عالي شورا لخوا ۲۴ نوي سټنډرډونه تصویب شوي دي.

د سټنډرډ د ملي ادارې رییس، وحید احمد بدري و ویل: « د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیله تر دې دمه ۲ میلیارده و ۲۸۲ میلیونه و ۵۲۳ زره او ۸۳ عواید راټول شوي او د اسلامي امارت بودیجې ته اضافه شوي دي.»

بلخوا، د سټنډرډ د ملي ادارې تخنیکي مرستیال له کورنیو تولیدونکو او د سوداګریزو توکو له واردوونکو غواړي چې په د تولید او تورید په برخه کې د سټنډرډ معیارونه په پام کې ونیسي.
 
محمد اصف قانت زیاتوي چې د ټيټ کیفیته توکو د تولید او وارداتو د مخنیوي لپاره لایحه جوړه شوې، چې د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا تر وروستي کېدو وروسته به په جدي توګه پلې شي.

محمد اصف قانت و ویل: « لکه څنګه چې سټنډرډونه، معیارونه او زموږ مسلکي خلک موجود دي، له فابریکو سره یې شریکوو چې دا قانون تایید او توشیح شو، چې په پلي کېدو سره به یې انشاالله د وخت په تېرېدو سره د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې بې کیفیتي لمنځه ځي او د مستهلک ملاتړ به کیږي.»

د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ رییس، محمد حامد و ویل: « د سټنډرډ ملي اداره اوس مهال د سټنډرډ له نړۍوال سازما (IOS)، د اسلامي هېوادونو د سټنډرډ او میتودولوژي له انسټیټیوټ (سمیک)، د سویلي اسیا د سیمه ییز سټنډرډ له سازمان (سارسو)، او له کوریا سکم سازمان سره فعال غړیتوب لري او همدارنګه د دغو سازمانونو سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.»

د  سټنډرډ ملي ادارې د مالوماتو له مخې، په تېر یو کال کې د دغې ادارې د مرکزي دفتر او د هېواد د بندرونو په لابراتوارونو کې درې میلیونه او ۷۸۷ زرو ۴۱۵ ټنه نفتي توکي او اوبلن ګاز او دغه راز اووه اعشاریه درې میلیون ټنه ودانیز توکي د کیفیت لمخې ارزول شوي چې  ۱۲۸ زر۸۱۱  ټنه نفتي او ۱۵۲  ټنه ودانیز توکي، د ټیټ کیفیت له امله بېرته ګرځول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه