Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي کبیر: نږدې راتلونکې کې به زموږ ډيپلوماټان په نورو هېوادونو کې ومنل شي

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وايي اوس مهال له نړۍ سره غوره اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او دا اړیکې ورځ نه بلې ته د پراخېدو په حال کې دي.

نوموړي د عامې روغتیا وزارت اړوند، له بېلابېلو برخو څخه د ۳۰۰ متخصصینو فراغت غونډې ته ویلي، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې یو شمېر هېوادونه د اسلامي امارت سفییران او دیپلوماتیکې استازولۍ ومني.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر و ویل: موږ د سیمې هېوادونو او له سیمې د باندې هېوادونو سره فعالې اړیکې لرو. په نږدې راتلونکې کې به یو شمېر نور هېوادونه هم د افغانستان استازولۍ و مني.

په همدې حال کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په یاده غونډه کې ویلي چې په تېرو جګړو کې د افغانستان خصوصي سکټور زیانمن شوی او اوس مهال اړتیا ده چې جدي پاملرنه ورته وشي.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت هم د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل: موږ غوښتنه لرو چې د افغانستان په ټولو سیمو کې په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې کلینیکونه جوړ شي. هغه روغتونونه چې په ولایتونو کې دي، حوزوي روغتونونه دي او په مرکز کې دي، ټول اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د عامې روغتیا سرپرست، نور جلال جلالي وايي: په نوې ټکنالوژۍ سمبال متخصصین ولرو چې په هغه پوه وي. ظرفیتونه ولرو او زموږ ځورېدلی او کړېدلی ولس له سفرونو هم خلاص شي.

بل لورته د لوړو زدکړو سرپرست وزیر له تازه فارغو محصلینو غوښتي چې خلکو ته په خدمت کولو کې اسلامي مسوولیت په نظر کې ونیسي او دغه راز بیا د ازموینو ملي ادارې سرپرست په تحصیلي نظام او د ازموینو په اخیستو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ.

د لوړو زدکړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم وايي: د دې هېواد هم درباندې حق دی، د دې مسلمانانو هم درباندې حق دی دا کوم لګښت چې درباندې شوی دی، دا دې مسلمانانو پیسې وې. نو دې هېواد ته مسوول چې خدمت ورته وکړې.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني څرګنده کړه: ډېری ځوانان په دې هڅه کې دي چې څنګه سندونه ترلاسه کړي د علم او پوهې ترلاسه کولو اراده نه لري. همدې چارې زموږ ولس ته بې اعتباري پیدا کړې ده.

فارغ شوي ډاکټران بیا له اسلامي امارت غواړي چې د ډاکټرانو په حقونو او دوی ته د امکاناتو په برابرولو کې خپله پاملرنه زیاته کړي.

یو ډاکټر، مصطفی وايي: زموږ امکانات کم دي، زموږ ډاکټران د نړۍ په کچه امکانات نه لري. موږ له ځينو ستونزو سره مخ یو. زه د افغانستان د ځوانو متخصصینو په استازیتوب دا ستونزې ستاسې حضور ته وړاندې کوم.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د ۸۰ ښځو په ګډون ۳۰۰ محصلین د روغتیا وزارت اړوند ۲۷ برخو کې تخصصي زدکړې کوي.

په دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي هم د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا ټينګار وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه