د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني نظاميانو ترمنځ نښته شوې ده.
د ملي دفاع وزارت وايي، د چهارشنبې په ورځ د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې چې یو ساعت یې دوام درلود.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، نښته لومړی د پاکستاني ځواکونو له لوري پیل شو چې وروسته د اسلامي امارت ځواکونو ورته اقدام کړی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي ویلي: "د پوستې د جوړولو پر مهال زموږ پر مجاهدينو له پاکستاني لوري ډزې وشوې او زموږ ځواکونو ځوابي ډزې وکړې، چې له امله يې جګړه رامنځته او یو ساعت یې دوام وکړ.
د نظامي چارو شنونکی، محمد صادق شینواری وايي: د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ چې نښته شوې او تر دې مخکې هم چې نښتې شوې دي، دا باید د بې پرې کمیسیون له لوري وڅېړل شي چې څوک پکې پړ دی.
د خوست اوسېدونکي وايي، د دغه ډول نښتو زیان تر ډېره عامو خلکو ته اوړي او پکار ده چې دا ډول ستونزې له دیپلوماتیکو لارو حل شي.
د خوست اوسېدونکی، شاهین وايي: وخت ناوخت چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ډول ستونزې رامنځته کیږي، زموږ د ولسونو غوښتنه دا ده چې جګړه د حل لار نه ده او دا باید د خبرو له لارې حل شي.
د خوست اوسېدونکی، جنت ګل وايي: زموږ غوښتنه د افغانستان له حکومت او پاکستاني حکومته دا ده چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او دغه وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د تورخم دروازې ته څېرمه د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې وه چې پایله کې یې درې تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي وو.
په دې اړه مو اندونه