د بدخشان د پامیر اوسېدونکي وايي، د درملو، ډاکټرانو او قابلو د کمښت په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کوچني پامیر د اوسېدونکو په خبره دغه سیمه کې یو روغتیايي مرکز فعال دی چې یوازې یو ډاکټر او څو روغتیايي کارکوونکي لري.
د کوچني پامیر اوسېدونکي، حاجی بوتو و ویل: « لېرې پراته خلک دي، دلته چې یې درملنه ونشي او خبره یې فیض اباد ته لاړه شي نو دوه سوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي.»
د پامیر یو بل اوسېدونکي، عبدالحق و ویل: « زموږ کلینیک غوره ودانۍ لري، خو د ډاکټرانو له کمښت سره مخ ده، زموږ ډاکټران سم نه دي، وړوکې ناروغۍ لپاره فیض اباد ته ځو، تلل راتلل شپېته زره افغانۍ لګښت لري.»
د بدخشان د والي مرستیال بیا وايي، تېرو درېیو کلونو کې په کوچني پامیر کې د پام وړ کارونه شوي دي.
د بدخشان د والي مرستیال، امین الله طیب و ویل: « کوچني پامیر ته الحمدالله ټول امکانات رسېدلي، سړک، کلینیک، زده کوونکو لپاره ښوونیزه اداره جوړه شوې، ښوونځی او مدرسه جوړه شوې.»
بدخشان د هېواد له شمال ختیځو ولایتونو دی چې د سرحدي سیمو اوسېدونکي یې د روغتیايي خدمتونو، مخابراتو، پوهنې او څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه