د وږي ۱۸مه د احمد شاه مسعود له درویشتم تلین سره برابره ده. احمد شاه مسعود د پخواني شوروي د سره پوځ پر وړاندې مبارزه کې له پېژندل شویو څېرو څخه و.
احمد شاه مسعود، د دوست محمد خان زوی د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د وږي پر یوولسمه په پنجشېر ولایت کې وزېږېد. هغه په پنجشېر کې ښوونځي ته شامل شو، د پلار د دندې ځای بدلون له امله یې په هرات او کابل ولایتونو کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړ او د کابل په استقلال لیسه کې یې د لېسې دوره بشپړه کړه.
مسعود په ۱۳۵۲ لمریز کال کې په کانکور ازموینه کې ګډون وکړ او د کابل د پوليتخنیک پوهنتون د انجنیري پوهنځي ته بریالی شو. هغه په همدې کال کې د افغانستان د اسلامي نهضت غړیتوب ومانه او د ۱۳۵۴ لمریز کال په دوبي کې یې د وخت د حکومت پر وړاندې د پنجشېر د لومړني پاڅون د قوماندې مسوولت پرغاړه واخیست.
د نظامي چارو شنونکی هادي قریشي وايي:«د نورو شخصیتونو ترڅنګ یې مبارزه وکړه، د مجاهدینو د هغه وخت په مبارزینو کې د ټولو قومونو او مذهبونو شخصیتونه په کې شامل وو.»
احمد شاه مسعود د تحصیل له پرېښودو وروسته، د سره پوځ پر وړاندې جهاد ته دوام ورکړ. دغې جهادي څېرې د سولې د ټينګښت لپاره له روسانو سره اوربند وکړ، چې دغه اوربند مسعود ته فرصت ورکړ چې، د «شورا نظار» په نوم ټلواله جوړه کړي چې، دغه ټلواله د افغان مجاهدینو د پوځي ډلو یو ایتلاف و او د شوروي پر وړاندې یو له ځواکمنو پوځي او چریکي جوړښتونو ګڼل کېده.
د پوهنتون استاد ذکيالله محمدي وویل:«هغوی د شوروي اتحاد پر وړاندې چې، غوښتل یې افغانستان ښکېلاک کړي، جهاد وکړ، په افغانستان کې یې ډېره وژنه وکړه او ډېر مسلمانان یې شهیدان کړل.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د احمد شاه مسعود د ۲۳م تلین په مناسبت ویلي چې، د مسعود د مبارزې بڼې، د خلکو په منځ کې دوامداره حضور او د هغوی د تیارولو هنر، هغه د افغانستان د جهاد یوه شاخصه څېره وګرځوله. هغه د هېواد د خلکو د قومي او مذهبي تنوع په تړاو ژور درک درلود او تل یې هڅه کوله چې، افغانان د ملي او ولسي ګټو پر محور سره راټول شي.
حامد کرزي پخوانی ولسمشر ویلي:«د مسعود مبارزې بڼې، د خلکو په منځ کې دوامداره حضور او د هغوی بسیجولو هنر هغه د افغانستان د جهاد یوه شاخصه څېره وګرځوله.»
د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم لیکلي:«شهید امرصاحب د افغانستان له قومي او مذهبي تنوع او خلکو څخه ژوره پوهه درلوده او تل یې هڅه کوله چې، د افغانستان خلک د ملي او ولسي ګټو په محور سره را ټول کړي.»
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج هم څرګندوي:«احمد شاه مسعود هم د افغانستان د نورو جهادي قومندانانو په څېر په جهاد کې ونډه لرلې چې، ځينې ورته ښه لید لري.»
احمد شاه مسعود ۲۳ کاله وړاندې د ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي پر اتلسمه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د یوې چاودنې په پایله کې ووژل شو.
په دې اړه مو اندونه