د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې، اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.
مولوي عبدالکبیر په کابل کې په یو لړ مراسمو کې ټینګار کړی کهچېرې نړۍوال یوځل بیا د ښکېلاک لپاره افغانستان ته راشي افغانان نیواک او زور ویل نهمني.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګندوي:«موږ نړۍوالو ته وایو که تاسې افغانستان ته د تعامل لپاره راځئ، موږ مشکل درسره نهلرو؛ خو که د نیواک لپاره راځئ، د افغانانو تاریخ معلوم دی، له افغانستان سره که څوک دښمني کوي، د افغانستان دریځ واضیح دی چې، دښمني به وي.»
د اسلامي امارت دغه چارواکی زیاتوي، هر هغه هېواد چې، افغانستان ته د پانګونې لپاره راځي، اسلامي امارت او د افغانستان خلک ورسره هېڅ ډول ستونزه نهلري.
د مولوي عبدالکبیر په خبره، اوسمهال د قدرت ترلاسه کولو لپاره ښارونه نهورانېږي او په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی.
نوموړی وايي:«د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست، اقتصاد محوره سیاست دی موږ له ټولې نړۍ سره، د اسلامي شریعت په رڼا کې تعامل ته تیار یو.»
دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو له څه باندې ۳ کلونو له تېرېدو سره لا هم سرپرست حکومت کوم هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی؛ خو په ځینو هېوادونو کې د اسلامي امارت سفارتونه پرانیستي دي او د یو شمېر هېوادونو سفارتونه او استازولۍ هم په افغانستان کې فعاله دي.
په دې اړه مو اندونه