Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرحدونو وزارت: د سرحدونو او ډيورنډ فرصي کرښې امنیت تامین دی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولان وايي چې، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سرحدونه او پاکستان سره د ډیورنډ فرصي کرښې امنیت تامین دی.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت چارواکي د دغه وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال زیاتوي، هغه ستونزې چې کله ناکله د ډیورنډ فرضي کرښې او ګاونډیو هېوادونو سره په رسمي سرحدونو کې رامنځته شوي، دواړو لورو پر وخت ورته رسېدنه کړې ده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال محمد اسماعیل غزنوي وویل:«د ډیورنډ فرصي کرښې او له ګاونډیو هېوادونو سره د رسمي پولو امنیت، په بشپړه توګه تامین دی او د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت او بېلابېلو ارګانونو تر څار لاندې دی.»

د جرګو او قبایلو چارو مرستیال زیاتوي، په هېواد کې د قومي شخړو ګراف نږدې صفر ته راټیټ شوی او په تېر کال کې څه باندې ۸۰۰ لويې او وړې قومي شخړې حل شوې دي.

محمد علي جان احمد وايي، د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې قومي اختلافات، زور زیاتی او ظلم پای ته رسېدلی دی. نوموړی همداراز ټینګار کوي، دوی هڅه کوي چې، په هېواد کې اسلامي شریعت په بشپړه توګه تطبیق کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال محمد علي جان احمد وویل:«تېر کال په ولایتونو، ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې، یو ډېر شمېر قومونو او قبایلو د بېلابېلو مسایلو پر سر کابو ۳۰۴ سترې شخړې او ۵۲۵ کوچنۍ شخړې او دښمنۍ چې، د هغه په پایله کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوو، حل شوې دي.»

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، په تېر کال کې د سیمه‌ییزو ستونزو ۷۰۰ موارده يې له اړوندو چارواکو سره شریک کړي، په پایله کې يې ۴۰۰ پروژې د چارواکو لخوا منظورې شوې دي.

دوی وايي، په تېر کال کې يې د اسلامي نظام د ټینګښت او ملي یووالي د تامین تر سرلیک لاندې ۳۴ ولسي، درې فوق العاده او شپږ ولایتي غونډې کړې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال محمد اسماعیل غزنوي وویل:«خلکو خپلې ۷۰۰ سیمه‌ییزې ستونزې د حل او رسېدنې لپاره د وزارت چارواکو ته، اړوندو ادارو چارواکو او ریاست‌الوزرا سره شریکې کړې دي چې، له هغې ډلې ۴۰۰ پروژې یې په بېلابېلو برخو کې منظور شوي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو رییس ګل زرین کوچی هم څرګندوي:«دغه وزارت د کوچیانو انساني او مالدارۍ برخې ته جدي پاملرنه کړې ده او ۴۵ کلنې ستونزې یې ۷۰ سلنه حل کړې دي.»

د دغه وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، اوس‌مهال د دې وزارت په ۱۱ ښوونیزو مرکزونو کې څه باندې ۷۰۰ کسان په زده کړو بوخت دي او له دغو لېسو نږدې ۷۰۰ زده کوونکي فارغ شوي دي.

د دوی په خبره، د وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې د بندرونو ریاست اضافه شوی او دغه ریاست په بندرونو کې کډوالو او مسافرو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره له سرحدي چارواکو سره همغږي کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه