Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مخابراتو وزارت د نوري فایبر پر پراختیا او د ترکمنستان پر همکارۍ ټينګار وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست په هېواد کې د نوري فایبر پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نوموړي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په کتنه کې له کابل سره د عشق آباد اړیکې دوستانه بللي او همداراز یې د اقتصادي ثبات په برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي زیاته کړې چې په دې کتنه کې د ترکمنستان سفیر ویلي، چې اوسمهال دواړه هېوادونه د نوري فایبر د پراختیا او سایبري امنیت په برخه کې یو له بل سره همکاري کوي.

ښاغلي الکوزي و ویل: په کابل کې د ترکمنستان سفیر، ښاغلي خواجه عوض اوف له وزیر صاحب سره پر همدې موضوع خبرې وکړې چې څه ډول کولای شو په ښه بڼه په افغانستان کې دغه پروژه بشپړه او پلې کړو او په دغه برخه کې ځينې حقوقي مسایل هم وڅېړل شول، چې څه ډول کولای شو په راتلونکې کې د سایبري امنیت او نوري فایبر د پراختیا په اړه موضوعات له یو بل سره شریک کړو.

بل پلو، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي د نوري فایبر له لارې د افغانستان نښلول کېدل د انټرنېټ د بیې د راټېټېدو او د هغه د کیفیت د ښه کېدو لپاره ګټور بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا وايي: «زه فکر کوم که موږ د فایبر نوري له لارې ونښلو، هم به نرخونه راټیټ شي او هم به د انټرنېټ کیفیت لوړ شي، کله چې ټاپي پروژه حرکت پیدا کړي ورسره به وسپنې پټلۍ او نوري فایبر هم حرکت وکړي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، میرشکیب میر هم و ویل: «د نوري فایبر په څېر له پرمختللو زیربنايي پروژو سره به د افغانانو ډيجیټلي خدمتونو ته لاسرسی زیات شي، لکه الکټرونیکي سوداګري، الکټرونیکي بانکداري او انلاین زده کړې.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت مسوولان هم وایي چې په افغانستان کې د نوري فایبر پراختیا به د انټرنېټ د بیې د کمېدو او په ملي کچه د انټرنېټ د کیفیت د ښه کېدو لامل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه