Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټرافیکي پېښو زیاتېدل؛ تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲۰۰ کسان مړه دي

په هېواد کې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۷۰۰ ټرافیکي پېښې شوي او له امله یې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي هم دي.

د ټرافیک ریاست مسوولین وايي، په دغو پېښو کې څه باندې ۴ زره کسان ژوبل شوي هم دي.

د ټرافیک ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر، عبدالودود خیرخواه وايي: «نږدې ۷۰۰ سړي، ۱۰۳ ښځې او ۳۷۷ ماشومان چې په ټوله کې ۱۲۰۰ کسان کېږي، مړه دي.»

بلخوا، یو شمېر موټر چلوونکي د ښارونو ګڼه ګوڼه، د معیاري سړکونو نشتوالی او د موټر چلونې د جواز نلرل؛ د ټرافیکي پېښو له عواملو ګڼي.

موټر چلوونکی، مرتضی وايي: «ډيری یې په کم عمر کې په جلو کېني او موټر چلول ورته سم نه وي زده، ځکه زیاتې پېښې کېږي.»

موټر چلوونکی، ننګیالی هم وايي: «ځینې چلوونکي نه لایسنس لري او نه یې قانوني سن پوره کړی وي، چې دې ته باید پاملرنه و شي.»

خو د ټرافیکي پېښو د کمولو لپاره باید کوم ګامونه پورته شي؟

د کابل اوسېدونکی، محمد منصور بیا وايي: «له دولته مو دا غوښتنه ده، چې کوم کسان لایسنس نه لري، هغوی ته باید په ښار کې د ګرځېدو اجازه ور نه کړي او بل دا چې د ښار ګڼه ګوڼه راکمه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې، د ټرافیکو عمومي ریاست په هېواد کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د یوې طرحې خبر ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې د برېښنایي مدیریت طرحه به په هغو پنځو لویو لارو کې عملي شي چې پکې تر ټولو ډېرې ترافیکي پېښې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه