اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په پنځوسمې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت د نیوکو په غبرګون کې ویلي دي چې، دغه غونډه او هغه څه چې، په دغې غونډه کې یاد شوي، یو اړخیز دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، په دا ډول غونډو کې د اسلامي امارت د استازي ګډون حتمي بللی او زیاته کړې یې ده چې، د سرپرست حکومت د استازي په نشتون کې، په دغې غونډه کې وړاندې شوي راپورونه یو اړخیز دي.
ښاغلي فطرت په دې هکله زیاته کړه:«په دې ناستو کې د افغانستان په استازیتوب څوک نشته، دا غونډې ټولې یو طرفه دي او په دې کې ټول وړاندې کېدونکي راپورونه هم یو اړخیز او موثق نهدي، موږ یې نهشو تاییدولای. زموږ غوښتنه دا ده چې، په ټولو غونډو کې چې، د افغانستان په اړه په کې بحث کېږي او یا د افغانستان د وضعیت په اړه راپورونه وړاندې کېږي، باید د افغانستان اسلامي امارت استازي حضور ولري؛ څو د یوه مسوول لوري په توګه د ټولو شته اندېښنو ځواب ووايي. او هغه راپورونه چې، واقعیت ونهلري په منطقي دلایلو یې رد کړي.»
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې، دا وضعیت د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي. ښاغلی ترک وایي چې، د دغو تګلارو د بدلولو لپاره د سرپرست حکومت له چارواکو سره په تعامل کې دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر زیاته کړه:«دا د افغانستان لپاره اړینه ده چې، د ښځو او نارینه وو له ظرفیتونو کار واخلي او یو بل وزغمي. زما دفتر له واکمنو چارواکو سره په اړیکه کې دی؛ څو اوسنۍ پالیسۍ بدلې شي او بشري حقونه خوندي شي.»
د دې شورا د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنټ د افغانستان په تړاو وایي چې، د بشري حقونو نقض یوازې په تېرو درېیو کلونو پورې محدود نهدی؛ بلکې په تېرو څلورو نیمو لسیزو کې هم بشري حقونه نقض شوي او عاملان یې باید ځواب ویونکي وي. هغه دغهراز له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د بشري حقونو په درناوي پورې مشروط ګڼي.
ریچارد بېنټ زیاتوي:«په افغانستان کې د بشري حقونو نقض یوازې د درېیو کلونو خبره نهده؛ بلکې څلور لسیزې وړاندې ته ورګرځي او باید د افغانستان په جګړو کې ټول ښکېل اړخونه مسوول او ځواب ویونکي وي.»
په دې غونډه کې د کاناډا استازي افغانستان ته د ریچارد بېنټ پر سفر د لګېدلي بندیز د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.
د کاناډا استازی په دې هکله وايي:«موږ د مېلیونونو افغانانو بشري حقونو ته بېپامي غندو او موږ ژمن یو چې، د هغوی غږ پیاوړی کړو او حقونه یې خوندي کړو. موږ له طالبانو غواړو چې، ځانګړي راپور ورکوونکي ته افغانستان ته د سفر اجازه ورکړي.»
پاکستان هم د اسلامي همکاریو سازمان په استازیتوب له افغانانو سره د بشري مرستو پر کمولو نیوکه وکړه او د دغو مرستو د زیاتېدو غوښتونکی شو.
د پاکستان استازی څرګندوي:«د راپور له مخې، ۲۳٫۷ مېلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري؛ خو هغوی ته د ۲۰۲۴ کال لپاره د غوښتل شویو مرستو له منځه یوازې ۱۶٫۲ سلنه برابرې شوې دي. موږ له هېوادونو او مرستندویو بنسټونو غواړو، خپلو مرستو ته چې، افغانستان کې د خوارځواکۍ د کمېدو لامل کېږي، دوام ورکړي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځوسمه غنډه به د اکټوبر تر ۱۱مې دوام وکړي او په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت غځېدل د اجنډا یوه برخه ده.
په دې اړه مو اندونه