په ناروې کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د سپټمبر په ۱۲مه به د ناورې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت وتړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، دا پرېکړه د کوربه هېواد په غوښتنه شوې او په افغانستان کې د بل حکومت تر جوړېدو به د دغه سفارت ملکیت د امانت په توګه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
په ناروې کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي:«د کوربه هېواد د رسمي غوښتنې له مخې، دا استازولي به د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۱۲مې خپلې چارې ودروي او د شته کړنلارو له مخې به د دې استازولۍ جایداد او ټولې منقولې او غیر منقولې شتمنۍ په افغانستان کې د خلکو د ارادې پر بنسټ د یوه مشروع نظام تر جوړېدو پورې د امانت په توګه د ناروی د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ په برېټانيا کې د پخواني حکومت سفير د روانې سپټمبر میاشت په ۲۷مه په برېټانیا کې د افغانستان سفارت د تړلو اعلان وکړ.
خو ولې اروپایي هېوادونه یو په بل پسې د افغانستان د تېرحکومت له ډیپلوماټیکو استازولیو غواړي چې خپلې چارې ودروي؟
د نړۍوالو چارو شنونکي واحد فقیري په دې هکله وویل:«دا پرېکړه د افغان کډوالو لپاره ستونزې رامنځته کوي، له هغې ډلې کډوال نهشي کولای چې، پاسپورټ ترلاسه کړي او زما له نظره دا به د طالبانو لپاره له یوې لوري ښه وي.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر هم وايي:«سفارتونه او کونسګرۍ د هغو افغانانو د ستونزو د حل لپاره دي چې، په اروپا کې ژوند کوي. کهچېرې هغوی بهرنیو چارو وزارت ته چې، نن د طالبانو په لاس کې دی، تعامل ونهلري، طبیعي ده چې، د هغوی اسناد د باور وړ نهدي. نو اروپايي هېوادونو پرېکړه وکړه چې، سفارتونه باید له اسلامي امارت سره تعامل ولري چې، په بهر کې د مېشتو افغانانو ستونزې حل شي.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ځینو اروپایي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او کونسلګریو فعالیت له مرکز سره د نه تعامل له امله بې اعتباره اعلان کړي وو او ورپسې د جرمني یوې رسنۍ راپور ورکړ چې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په برلین او بن ښارونو کې د کونسلي خدماتو بې اعتباري تایید کړې ده.
په دې اړه مو اندونه