د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده بلخ ولایت ته په سفر کې، د اسلامي امارت له غړو غوښتي چې، اختلافونه د اسلامي قوانینو پر بنسټ حل کړي.
د اسلامي امارت مشر، د دغه ولایت سیمهییزو مسوولانو او دیني عالمانو سره کتنه کې، له هغوی غوښتي، چې اختلافات د اسلامي شریعت په رڼا کې حل او له فرمانونو او احکامو اطاعت وکړي.
د اسلامي امارت مشر همدارنګه له مسوولانو غوښتي چې، د نظام د ساتلو لپاره هڅې وکړي او اسلامي شریعت تر نورو وړاندې، لومړی پر ځانونو عملي کړي.
شیخ هبتالله اخندزاده ویلي:«علماءکرام او مجاهدین دې په خپلو کې اتفاق او وحدت ولري، په فرمانونو او حکمونو دې اطاعت وکړي، اختلافات دې د شریعت مطابق حل کړي، په جامعه کې ظلم ختم کړل شي، حق حقدار ته ورسېږي، شریعت حاکم کړل شي، ترڅو ولس په دې پوه شي چې، د دې نظام هدف ولس ته خدمت کول دي.»
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیحالله نوراني په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«علماوو کرامو ته یې توصیې دا وې چې، په خپل منځ کې اتفاق او اتحاد ولري، همداراز د قومونو ترمنځ د یووالي او اتفاق لپاره کار وکړي.»
د بلخ اوسېدونکي بیا شمالي ولایتونو ته د اسلامي امارت د مشر د سفر هرکلی کوي؛ خو غوښتنه لري چې، ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
د مزارشریف اوسېدونکی فیروز احمدزی وايي:«شیخ صاحب هبتالله اخندزاده په ولایتونو سفر لري او ولایتونه له نږدې ګوري، موږ د دې راتلونکی ډېر روښانه وینو.»
د مزارشریف بل اوسېدونکي احمد صابر وویل:«زموږ غوښتنه دا ده چې، ځوانانو ته کار او زدهکړې زمینه برابره شي او همدارنګه هغه غوښتنې چې، خلک یې لري هغه پوره شي.»
د اسلامي امارت مشر وایي، پخوا به له همدې ممبره کفري هېوادونو فکري او عقیدتي جکړه روانه کړې وه، څو په ټولنه کې خپل قانون، عقیده او فکر تحمیل کړي او په خبره یې اوس چې، د شریعت یو حکم وشي خلک غوغا جوړه کړي.
په دې اړه مو اندونه