د شپږو ورځو په تېرېدو بیا هم د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د فرضي کرښې په اوږدو کې د هېواد او پاکستاني پولهساتو ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري.
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې، لا هم ډیورنډ کرښې ته په څېرمه سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي؛ خو دا ډزې په پرلپسې توګه نهدي. هغوی د دې نښتې د درېدو غوښتنه کړې ده.
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکی عنایتالله ویلي:«له دواړو لورو زموږ غوښتنه دا ده هغه ستونزې چې، په پوله کې دي، له ډیپلوماټیکه لارې حل کړي، د جرګې یا نړۍوالو اصولو له لارې حل کړي.»
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکی هلمندخان وویل:«کله چې، جګړه پیل شوه، موږ فکر وکړه چې، کمه موده دوام کوي، له بده مرغه جګړې تر سهاره دوام وکړ. هغه خلک چې، سرحد ته نږدې وو، خپل کورونه یې پرېښي دي.»
اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
د نظامي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې د دغو ترینګلتیاوو دوام د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماټیکو اړیکو منفي اغېز کولای شي.
د نظامي چارو شنونکی ثمر سادات طلوعنیوز ته وویل:«د سیمې امنیت او ثبات ته هم خطر دی. د دې تر شا د سیمې د استخباراتو نښتې دي. پاکستان غواړي چې د اغزن تار او دېوال له تېرېدو وروسته، د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژندل شي.»
د نړۍوالو چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال وايي:«د دا ډول وضعیت دوام کولای شي هغه ترینګلې اړیکې چې، د کابل او اسلاماباد ترمنځ دي لا ډېرې کړي او په سیمه کې انستاني تلفات زیات شي. چې، په اوسنیو شرایطو کې به په هېڅ صورت د افغانستان او پاکستان په ګټه وي.»
د تېراوونۍ د چهارشنبې پرماښام کله چې د اسلامي امارت ځواکونه ډېورنډ کرښې ته څېرمه د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې پر جوړولو بوخت وو، د افغانستان او پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه چې له هغې ورځې راهیسې په دې سیمه کې د دواړو هېوادونو پوځيانو څو ځلې له یو بل سره نښته کړې ده.
په دې اړه مو اندونه