د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د راپور په غبرګون کې وايي، چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول اسانه نه وو، بلکې اړتیا وه.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال په یوه خبري غونډه کې له افغانستانه د وتلو په تړاو د بایډن د پرېکړې ننګه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ویدانټ پټېل و ویل: «کله چې بایډن واک ته ورسېد، هغه په افغانستان کې دوه غوراوي لرل، یا دا چې جګړه پراخه کړي او نور امریکایي سرتیري جګړې ته واستوي، یا دا اوږده جګړه پای ته ورسوي. په پای کې دا پرېکړه وشوه او ټول د بایډن له پرېکړې ملاتړ کوي.»
له دې سره هممهاله، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند هم په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې راپور یو اړخیز دی او د وړاندې کولو لپاره نوي څه نه لري.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند، جان کربي و ویل: «د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې یو نوی راپور وړاندې کړی، خو زما په نظر نوي څه پکې نشته. کله چې طالبان مذاکراتو ته راغلل، هغوی پیاوړی دریځ درلود او حکومت په یوه کمزوري دریځ کې و. او د ټرمپ په وخت کې د دوحې د هوکړې لپاره لومړني اقدامات وشول او وروسته موږ پایته ورسول.»
د نظامي چارو شنونکی، عبدالهادي قریشي په دې اړه طلوع نیوز ته وايي: د خلیلزاد دا پټې کړنې چې دواړه لوري باید د یوې سیاسي هوکړې لاندې چې د دواړو لورو ترمنځ وای سره کېناستلي واي، دا له حکومته لرې وساتل شوې.
د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځي هم و ویل: افغانستان ازاد شو، خپلواک شو او د افغانستان مرکزي حکومت اسلامي امارت ته پاتې شو.
تر دې وړاندې، سي بي اس راپور ورکړی و، چې د امریکا د استازو جرګې په بهرنیو اړیکو کې جمهوري پالو د بایډن حکومت په دې تورن کړی چې د امریکا د ځواکونو د غیر منظمو وتلو په تړاو یې عامه افکار ګمراه کړي دي.
په دې راپور کې زلمی خلیل زاد هم تورن شوی چې په مذاکراتو کې یې د تېر افغان حکومت په ګوښي ساتلو سره، هغه کمزوری کړی و.
په دې اړه مو اندونه