دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د کابل میدان وردګ سیدآباد لویې لارې د دویم مسیر دپیل چارې پرانېسته وکړه.
ملا عبدالغني برادر د قراردادي شرکتونو له مسوولینو وغوښتل، چې دغه سړک دې په لوړ کیفیت سره ورغوي او د جوړېدو پر مهال دې د کابل-کندهار مسافرو ته ستونزې رامنځته نکړي.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر و ویل: «اسلامي امارت د ټرانسپورټي زیربناو د جوړولو او بیارغونې لپاره کلکه ژمنتیا لري او تاسې وینئ چې په مسلسل ډول یې په دغه برخه کې ګامونه پورته کړي دي.»
د ټولګټو وزارت مرستیال، محمد عیسی ثاني و ویل: «دغه سړک چې ۴۹ کیلومتره دی، دغه شرکت ته ور کړل شوی دی.»
بلخوا، د کابل او میدان وردګو والیان هم له ارغندي تر سید آباد پورې د لارې جوړېدل د سوداګریزو توکو د لېږد او د مسافرو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوود رامنځته کېدو لپاره مهم ګڼي.
د میدان وردګو والي، بختیار معاذ وايي: «د سویلي ولایتونو ټولې ستونزې به د دغه سړک له جوړېدو سره د وخت په تېرېدو سره حل شي.»
بلخوا، د قرار دادي شرکتونو مسوولان د اسلامي امارت د مسوولانو په حضور کې ژمنه کوي چې د دې لوبې لارې قرار داد شوې برخه به پر ټاکلي وخت او په معیاري کیفیته سره ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د یو قرار دادي شرکت مسوول، شفیق الله یارمل وايي: «د دغې پروژې ټوله بودجه نږدې ۳ میلیارده افغانۍ تخمین شوې ده.»
د کابل-هرات د لویې لارې ویجاړېدل چې څو سویلي ولایتونه یې هم په اوږدو کې پراته دي، د سوداګریزو او ټرانزیتي توکو د لېږد او د مسافرو د تګ راتګ لپاره یو لوی خنډ ګڼل کېږي.
د ټولګټو وزارت د اسلامي د مشر په امر د دې لویې لارې په څو برخو کې د حق العبور د اخیستو له لارې د دې لویې لارې جوړولو ته لېڅې رانغاړلي دي.
په دې اړه مو اندونه