د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د بلخ په نهر شاهي ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د غالیو اوبدلو یو مرکز جوړ کړی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ددغه مرکز پرانیستې مراسمو پرمهال وايي له ګاونډیو هېوادونو ۲۰۰ راستانه شوي کډوال به په دغه مرکز کې جلب شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال، عبدالرحمان راشد په دې اړه وايي: «غالۍ اوبدونکي دلته هم غالۍ اوبدي او هم حرفه ور زده کوي. موږ په نورو ځایونو کې هم د راستنو شویو لپاره داسې زمینه برابره کړې چې حلال رزق ترلاسه کړي..»
د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، اسدالله وفا هم و ویل:«دغه مرکز چې نن پرانیستل شو، نږدې سل سړي او سل نجونې او ښځې پکې کار کولای شي..»
د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ د قالین بافان کلي اوسېدونکي ددغه مرکز جوړېدو ته خوشحاله دي او د خپلو لاسي صنایعو پلور لپاره د بازار موندنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
د بلخ د نهر شاهي ولسوالۍ اوسېدونکی، غوث الدین وايي: «غالۍ اوبدونکو به په کورونو کې غالۍ اوبدلې او بازار ته به نه وړاندې کېدلې. اوس خلک کولای شي له دې لارې بازار ته هم خپلې غالۍ عرضه کړي.»
د بلخ د نهر شاهي ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، عبدالغیاث هم څرګنده کړه: «ډېر خوښ یو چې دا مرکز پرانیستل شوی دی ځکه زه وزګار وم او تر دې وروسته به کار کوم. له بنسټونو مې غوښتنه دا ده چې تر دې لا زیاته مرسته وکړي.»
د افغانستان غالۍ په نړۍواله کچه له ځانګړي شهرته برخمنې دي او په کلني ډول افغانستان کې اوبدل شوې زرګونه متره غالۍ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي او سلګونه کورنۍ له دې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.
په دې اړه مو اندونه