Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنې وزارت لاس ته راوړنې؛ څه باندې ۲۱ زره اسلامي ښوونیز مرکزونه جوړ شوي

د پوهنې وزارت وايي، تېر کال په ټول هېواد کې له له یویشت زره دوه سوه څخه  ډېر د اسلامي زده کړو مرکزونه جوړ شوي دي.

د پوهنې وزارت چارواکي زیاتوي، د ټول هېواد په کچه د اسلامي زده کړو مرکزونو ته څه باندې ۶۱۷ زره ټوکه درسي کتابونه وېشل شوي دي.

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین، کرامت‌الله اخندزاده و ویل: د ۱۶۰ زره کسانو لپاره د سواد زده‌کړې د خدمتونو وړاندې کول، له لومړي تر شپږم ټولګي پورې د ښوونیز نصاب بیاکتنه، د اسلامي تعلیمي مرکزونو لپاره د ۵۰۰۰۰ ښوونکو او خدمدتي کارکوونکو ګومارنه، د پوهنې وزارت څه باندې۲۴۸۰۰۰ کارکوونکو او ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو جوړول، د سواد زده‌کړې د څه باندې ۲۹۴۰۰۰  کتابونو چاپول او له ۳۳۹۰۰ دیني عالمانو د سویې د تثبیت ازموینې اخیستل د دغه وزارت نورې لاسته راوړنې بلل کېږي.

ښاغلي اخندزاده زیاته کړه: "په ټول هېواد کې د اسلامي زده کړو یو زره دوه سوه او اووه پنځوس مرکزونه جوړ شوي، چې له دې جملې څخه ١٩٦٦٩ مدرسې، ١٢٧٧ دارالحفاظ، ١١٥ دارالعلوم او ٣٩ دارالعلوم دي."

د پوهنې وزارت د مسوولانو په وینا، دغه راز په تېر یوه کال کې د دغه وزارت یو میلیارد او پنځه سوه میلیونه افغانۍ پورونه، تضمینات او تامینات تثبیت شوي او له ماليې وزارت سره شریک شوي دي. د دولتي او خصوصي ښوونځیو د ټولو زده ‌کوونکو شمېر هم څه باندې لس میلیونه او نهه سوه څوارلس زرو ته رسېدلی دی.

هغه و ویل: "په اماراتي او خصوصي ښوونځیو کې د عمومي زده کړو د زده کوونکو ټولټال شمېر ۱۰،۹۱۴،۰۳۸ زده کوونکو ته رسېدلی دی."

دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې درې کاله کیږي چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي تړلي پاتې دي، خو په دغه پروګرام کې د پوهنې وزارت چارواکي کې وایي چې له شپږم ټولګي  دپورته نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو موضوع لا تر اوسه نه ده مشخصه شوې او تر امر ثاني پورې ځنډول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه