د نیویارکر امریکایي مجلې د ۲۰۰۱ زېږیز کال سپمټبر ۱۱مې راهیسې افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه څېړنیز راپور کې ویلي، د امریکا قضایي اداره دغو جنایتونو کې ښکېلو کسانو ته سزا نه ورکوي.
دغه څېړنیز راپور کې راغلي چې له ۷۸۱ پېښو چې شاوخو ۱۸۰۰ تنه پکې قرباني شوي، ۶۰ سلنې یې له پامه غورځول شوي او جنګي جنایتونه نه دي بلل شوي.
راپور کې راغلي: « سرتېري به متحده ایالاتو ته راګرځېدل او ښځو، روغتیاپالانو او دندو مرکچیانو ته به یې د ملکیانو او زندانیانو د وژنو کیسې کولې خو پوځي څېړونکو به ویل چې د دغوادعاو د ثابتولو لپاره کافي شواهد نشته.»
دغه راپور کې ویل شوي چې امریکا د جنګي جنایتونو په ۱۵۱ قضیو کې ۵۷۲ تنه ښکېل پېژندلي چې یوازې ۱۳۰ تنو ته یې ډېره کمه سزا ورکړل شوه.
له دغو ۱۵۱ قضیو ۱۱۹ یې عراق، ۳۰ افغانستان او د ۲ قضیو ځایونه لا نه دي مالوم.
د څېړنې په راپور کې راغلي چې د دغو قضیو تر ټولو ډېرې ۵۶ یې د برید، ۳۹ د وژنې، ۳۰ د ناوړه کارونې، ۱۷ د ډله ییزو وژنو، ۶ د غلا او ۲ هم د انسان تښتونې دي.
افغانستان کې یوازې امریکایي ځواکونه پر جنګي جرمونو نه دي تورن بلکې، اسټرالیایي او بریټانیوي ځانګړي ځواکونه هم افغانستان کې پر جنګي جنایتونو تورن دي.
د اسټرالیا دفاع وزیر ریچارډ مارلز افغانستان کې پر جنایي جرمونو له تورنو پوځي قومندانانو د خدمت مډالونه اخیستي او د هغوی د احتمالي محاکمې خبرداری یې هم ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه