اسټرالیايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد دفاع وزارت په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو د تورنو پوځیانو د خدمت مډالونه بیرته ترې اخیستي دي.
د اسټرالیا دفاع وزیر هم د یاد هېواد په پارلمان کې، په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو د پاول بریرټون راپور مني او وایي، دا موندنې د نظامي قوانینو خلاف او د دغه هېواد لپاره د شرم وړ دي.
د اسټرالیا دفاع وزیر، ریچارد مارلز وايي: (دا موندنې له پوځي چلند او مسلکي ارزښتونو څخه خورا جدي سرغړونه ده. په غیر قانوني توګه د ملکي وګړو وژنه او بندي کول هیڅکله د منلو وړ نه دي او تل به د ملي شرم سرچینه وي.)
په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د جنګي جنایتونو له بربنډیدو سره د اسټرالیا حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموریت پر مهال د بې ګناه افغانانو کورنیو ته غرامت ورکوي.
د جنګي جنایتونو د قربانیانو خپلوان، محیب الله وايي: زموږ د کورنۍ پکې ۶ کسه وو. مور، پلار، وروڼه، خویندې، دا پکې شهیدان شول.
د جنګي جنایتونو د قربانیانو یو بل خپلوان، شمس الله هم وايي: زموږ سره یې ظلم کړی دی، وحشت یې کړی دی. موږ یې ځورولي وو. تقریباً پنځه کاله کیږي چې موږ له خپل وطنه راغلي یو.
په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو جنګي جنایتونه تر هغه وروسته روښانه شول چې اسټرالیايي قاضي پاول بریرټون په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو جنګي جنایتونه چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ رامنځته شوي وو بربنډ کړل.
په دغو جنایتونو کې ۳۹ ملکي افغانان وژل شوي وو.
په دې اړه مو اندونه