Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت رهبر: شل کلن جهاد فرض عین وو

شمال، شمال ختیځ او شمال لویدیځ ولایتونو ته د اسلامي امارت د مشر څوارلس ورځنی سفر پای ته ورسېد.

د اسلامي امارت مشر جوزجان ته د سفر په لړ کې د مسوولینو او دیني عالمانو په منځ کې وایي، د امریکا او هغې د ملګرو پر وړاندې د اسلامي امارت شل کلن جهاد فرض عین وو او موخه یې هم امریکا وه نه افغانان.

د اسلامي امارت رهبر، شیخ هبت الله اخندزاده ویلي: زموږ موخه د همدغو، غاصابانو، ظالمانو، کافرانو او همدا بدمعاشان وو. زموږ موخه د افغانانو وژل نه و. بار بار مو هغوی ته ویلي و، اعلان مو ورته کړی و چې له امریکایانو لرې شئ. موږ او امریکان د جګړې په ډګر کې پرېږدئ.

د اسلامي امارت مشر شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال له یولسو ولایتونو لیدنه وکړه او په دغو ټولو لیدنو کې یې د هېوادوالو ترمنځ پر یوالي او ورورولۍ هم ټینګار کړی دی.

 د اسلامي امارت رهبر زیاته کړه: دښمن نه غواړي چې په افغانستان کې امن او سوله راشي، هغوی غواړي چې افغانستان تل په جګړه او اختلاف کې وي. د هغوی تر واک لاندې وي. تاسې افغانان متدین او مېړنی قوم یاست.

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر وايي: د ملي یووالي او اختلافاتو د لمنځه وړلو لپاره، موږ باید عملي ګامونه پورته کړو. سمه ده چې د اسلامي امارت رهبر په دې اړه ډېرې ښکلې بیانیې ورکوي، خو دغه ویناوې باید په پلې شي.

د اسلامي امارت مشر په جوزجان کې د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وايي چې افغانان په هېواد کې د اسلامي نظام غوښتونکي وو او دمګړۍ په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره شرعي نظام عملي شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه