Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیفه سراج الدین حقاني: اوس هم ځينې خلک د اختلاف په لټه دي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست کونړ ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له مسوولینو سره په لیدنه کې په هېواد کې د یوالي پر ټینګښت ټینګار کوي او وایي چې په وروستیو شلو کلونو کې قومي، سمتي او مذهبي اختلافاتو ته د لمن وهلو له لارې ډیرې هڅې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړه: زموږ اتحاد و، سنګر کې چې کوم فکري ملګري وو، دښمن چې ډېره هڅه وکړه چې قومي، سمتي او ژبنی اختلاف په دې صف کې پیدا کړو.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو څرګندونو په بله برخه کې پر مسوولیت منلو په ټینګار سره له سیمه ییزو مسوولینو غواړي چې د خلکو د باور ساتنې او هغوی ته د خدمت لپاره هڅې وکړي.

خلیفه سراج الدین حقاني د چا د نوم له اخیستو پرته وایي چې لا هم ځینې کسان هڅه کوي د افغانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي.

ښاغلي حقاني و ویل: ددې لپاره یې پیدا کوي چې په دې نظام کې موږ څنګه درز پیدا کړو، اختلاف پیدا کړو. ددې صف د ماتولو لپاره یې خوارۍ شروع کړې دي. په هر میدان کې یې دا هڅه وکړه اوس غواړي چې په فکري او مذهبي میدان کې ستونزې پیدا کړي.

د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست هم په دغه لیدنه کې د هېوادوالو ترمنځ پر یووالي ټینګار کوی.

محمد خالد حنفي، و ویل: خپلمنځي وحدت به څنګه ساتو؟ له اختلاف به څنګه خودداري کوو. هغه اخلاص چې د جهاد په وخت کې و، هغه اخلاص له لاسه ور نه کړو.

تر دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ښار په یولسمه امنیتي حوزه کې د یو جومات د پرانیستې مراسمو کې ویلي وو چې هیچا ته به اجازه ورنکړي څو د افغانانو ترمنځ یووالي ته زیان ورسوي.

خلیفه سراج الدین حقاني د چا د نوم له اخیستو پرته وایي، لا هم ځینې کسان هڅه کوي د افغانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه