Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تهمینه جنجوا: د افغانستان سرپرست حکومت سره باید خبرې اترې وکړو

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو له خړپړتیا وروسته، اوس پخوانۍ پاکستانۍ ډیپلوماټه تهمینه جنجوا وایي چې، اسلام‌اباد باید له افغانستان سره د خپلو ترینګلو اړیکو د ښه کولو لپاره رغنده خبرو ته مخه کړي، څو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه مناسبه حل لار ومومي.

تهمینې جنجوا ټینګار کړی چې اسلام‌اباد باید له خپلو ګاونډیانو سره په تقابل کې رانه شي.

جنجوا وايي:«موږ باید له طالبانو سره د ترهګرۍ د خطر په تړاو د رغنده خبرو اترو له لارې بحث وکړو او باید له خپل هېڅ ګاونډي سره په تقابل کې رانه شو.»
 
بلخوا، ځينې شنونکي وایي چې، سلامي امارت باید له ټولو هېوادونو، په ځانګړي توګه له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې تر بل هر وخته پراخې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سید قریب‌الله سادات طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې، هره ستونزه ده، که هغه په سیاسي، اقتصادي او یا هم د کډوالۍ په برخه کې ويو باید د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید ضیا حسني هم وايي:«په هره کچه چې باور جوړونه وشي، اعتماد وي او اړیکې پراخې شي او یو بل د عیني واقعیتونو پر بنسټ وویني، فکر کوم جوړونکې به وي.»

تر اوسه اسلامي امارت د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په وار ورا ټینګار کړی چې، سرپرست حکومت غواړي له ټولو هېوادونو، په ځانګړي توګه له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه