د بلوچستان په دوکی، ږوب او هرنايي سيمو کې د ملتپالو ګوندونو غړو د چمن پرلت کوونکو په ملاتړ لاريونونه پیل کړي دي.
د چمن پرلت کوونکي وایي کهچېرې د پاکستان حکومت د چمن - سپين بولدک پر دروازه پر شناخت کارټ او تذکره د تګ راتګ غوښتنه ونه مني، نو د پنجاب - کراچۍ او کراچۍ - بلوچستان لویې لارې به د ترافيکو پر مخ وتړي.
بلوچستان کې د ملتپالو ګوندونو استازی اصغر خان اڅکزی وايي:«موږ ملتپاله ګوندونه لکه پښتونخواه عوامي ګوند، د پښتونخوا د ازادۍ خوځښت، د پښتون ژغورنې غورځنګ او نور به په يووالي ګامونه اخلو او خلک به د خپل حق اخیستنې لپاره سره يو موټي کوو.»
د چمن پرلت د مشرتابه غړی محمد ولي هم څرګندوي:«دا ځل له ملتپالو ګوندونو سره د خپل حق غوښتني لپاره لاريونونه کوو، خو که يې بيا هم پایله ورنهکړه په يووالي به د پنجاب - کراچۍ او بلوچستان او کراچۍ ترمنځ لارې د تګ راتګ پر مخ تړو.»
د چمن پرلت ځينې نور غړي بيا وایي د پاکستان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم غواړي چې، د سپين بولدک - چمن پر اوسېدونکو پر ویزې او پاسپورټ تګ راتګ جبري کړي. دوی زیاتوي د پاکستان حکومت دغه غوښتنه به په هېڅ صورت ونه مني.
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي:«ايا ترهګر ستاسو د رشوت په خلاصه شوې لار نهشي راتللای، که مو د ترهګر په نوم عام خلک تر فشار لاندې راوستي دي.»
د چمن پرلت د مشرتابه غړي غوثالله هم وویل:«موږ د چمن اوسېدونکي په هېڅ صورت پر ډیورنډ کرښه له کندهاره تر کويټې پاسپورټ نه منوو؛ خو بهر ته لکه سعودي عربستان، جاپان او نورو هېوادونو ته بيا پر پاسپورټ تګ راتګ باندې ستونزه نهلرو.»
د پاکستان حکومت تر اوسه د چمن پرلت کوونکو د غوښتنو په اړه څه نهدي ویلي.
د چمن - سپین بولدک پر دروازه د پاسپورت او ویزې الزامي کېدو له امله د کرښې دواړو غاړو ته له ۱۵ زره زيات ځایي کارګر وزګار شوي او هغه ناروغان هم له ستونزو سره مخ دي چې، وړاندې به پر تذکره بلوچستان ته د درملنې لپاره تلل.
په دې اړه مو اندونه