Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قانع: د پولیسو شمېر ۲۵۰ زرو ته رسېدلی دی

د کورنیو چارو وزارت ویاند طلوع‌نیوز ته وایي، د دغه وزارت د پولیسو شمېر ۲۵۰ زره تنو ته رسېدلی دی. 

عبدالمتین قانع وايي، دغه وزارت کې ۲ زره ښځینه پولیسې هم په کار بوختې دي. 

د نوموړي په خبره، د دغه وزارت اړتیاوو ته په کتو به دغه شمېر تر دې هم لوړ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع و ویل: « د کورنیو چارو وزارت پولیس شاوخوا ۲۵۰ زرو ته رسېږي، یانې په ټوله کې ۲۵۰ زره کم او زیات پولیس د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې خدمت کوي.»

د قانع په خبره، د نارینه پولیسو ترڅنګ اړتیا ده چې ښځینه پولیسې هم خلکو ته خدمت وکړي او دا مهال نږدې ۲ زره ښځینه پولیسې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کوي او زیاتوي چې د اړتیا سره سم به د ښځینه پولیسو شمېر هم زیات شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند و ویل: « اوس هم د اړتیا لمخې، شاوخوا ۱ زر او ۹۹۹ ښځینه پولیسې په خدماتي، امنیتي او د ارزونې په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې دي او څومره چې اړتیا لیدل کېږي نورې هم جلب و جذب کېږي.»

د پوځي او سیاسي چارو ځینې شنونکي د پولیسو پر مسلکيتوب ټینګار کوي او په دې باور دي، چې پولیس د نظم، امنیت او د خلکو په یووالي کې مهم رول لري.

د پوځي چارو شنونکی، یوسف امین ځاځی وایي: « کورنیو چارو وزارت باید ښوونه او روزنه، مسلکیتوب او هېواد او خلکو ته ژمنتیا ته لومړیتوب ورکړي. د دوی د نظم او ډیسیپلین لپاره باید ژمن لیک او اصول ولري.»

د سیاسي چارو شنونکي، ادریس محمدي ځاځي و ویل: « پولیس دي چې دا ولس سره همغږي کوي، خلک منظم کوي، امنیت رامنځته کوي او د حکومت او ولس ترمنځ فاصلې کموي.»

تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ویلي و، چې سږ کال به په هېواد کې د دفاعي ځواکونو شمېر ۲۰۰ زرو ته لوړ کړي او د اړتیاوو له مخې به هر کال زیاتوالی ومومي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه