Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت د څه باندې ۸ زره خالي بستونو اعلان کړی

د پوهنې وزرات د هېواد په کچه، د ښوونکو او د پنځمو او شپږمو اداري بستونو د څه باندې اته زره خالي بستونو د ازموینې د اخیستو خبر ورکوي.

د دغه وزارت د کیفیت د تضمین معین عبدالخالق صادق وایي چې د دوی تخنیکي ټیمونو د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې پر شرایطو د برابرو کسانو د نوم‌لیکنې بهیر پیل کړی او ټینګار کوي چې، له کوم تبعیض او تعصب پرته به پر دغو بستونو مسلکي کسان وګومارل شي.

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین وویل:«نن د پوهنې وزارت د بشري منابع ادارې په ټینګ عزم، په قوي عزم او د بشري منابع په ښه کوښښ باندې دغه ۸ زره ۱۶۵ بستونه دا راټول شوي او موږ د دې ټول اختیار د امتحاناتو ملي ادارې ته ورکوو او نن اعلان کوو د رسنیو په مخ باندې چې، د ازادې سیالۍ له لارې په دې کې د خلکو امتحان واخیستل شي.»

د پوهنې وزارت عمومي اداري رییس محمد یوسف ساقب هم څرګنده کړه:«په کابل او ولایتونو کې د پوهنې وزارت په بستونو کې، د استخدام شرایط، د څلورلس پاس یا معادل سند، له اومه یا اته درجې د ورته یوه دیني سند لرل شرط دي.»

د ازموینو د ملي ادارې رییس هم وایي چې، په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان پوهنه د امکاناتو او مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ وه او اوس هڅې کېږي چې، دې ستونزو ته رسېدنه وشي.
 
ټاکل شوې ده چې، د دغو بستونو ازموینه د ازموینو د ملي ادارې لخوا واخیستل شي او د دغې ادارې سرپرست د ازموینې د روڼتیا ډاډ ورکوي.

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقی حقاني وايي:«شل کاله چې، کومه مرحله وچلېده، یقیناً زموږ معارف کمزوری و، معارف په شل کلنه دوره کې په زیاتو برخو کې، استادان نه‌لرل په اطرافو کې د ښوونځیو حالت ډېر خراب وو.»

په دې لړ کې ځینې ښوونکي وایي چې، په ولایتونو کې به د ښوونکو د شمېر په زیاتېدو سره د ښوونځيو او زده‌کوونکو شته ستونزې به هوارې شي.

ښوونکی غدیر عارفي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په راتلونکي کې هغه ستونزې چې، زده‌کوونکي یې لري، حل به شي؛ د تدریس په برخه کې هم چې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې، ستونزې موجودې دي، د ښوونکو له اړخه به هم حل شي.»

د پوهنې وزارت مسوولان طلوع‌نیوز ته دغه‌راز وایي چې، ټاکل شوې څه باندې ۱۵۰۰ ښځې هم د هېواد په کچه د پوهنې وزارت خالي بستونو ته جذب کړای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه