پاکستاني رسنیو د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي دراني د ګوښه کولو لامل د افغانستان په تړاو د پاکستان په سیاست کې د اختلافونو شتون بللی دی.
د دغو رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان پوځ د اصف علي دراني له کړنو ناراضه و او هغه هم ناهیلې شوی و؛ ځکه د هغه سیاسي سپارښتنې د نوموړي د مدیرانو لخوا بابېزه ګڼل کېدې.
د پاکستاني رسنیو د راپور په یوې برخه کې راغلي:«له ۳۲ کلنې ډيپلوماټيې تجربې سره سره، هغه ته په بهرنیو چارو وزارت کې د خپل ځانګړي ماموریت له امله د یوه پردي کس په توګه کتل کېدل چې، دې چارې نوموړی اړ اېسته چې، پوځ ته راپور ورکړي او له هغه لارښوونه تر لاسه کړي. نو هغه احساس کاوه چې، په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان له اړوند بحثونو ایستل شوی دی.»
د سیاسي چارو شنونکی امانالله هوتکي هم په دې هکله وايي:«په پاکستان کې یو ملکي او یو پوځي حکومت شتون لري. کله چې، پوځي حکومت کومه پرېکړه کوي، هغه پر ملي حکومت تپي چې، وې مني.»
په دغه راپور کې دغهراز راغلي دي چې، اصف علي دراني د پاکستان د پولو پر کنټرول د افغان غیر قانوني کډوالو د ډله ییزې ایستنې د ناوړه اغېزو له امله له دغه کار سره مخالفت کاوه او نوموړی پر دې باور و چې، پاکستان باید د ترهګرۍ ستونزه په کور دننه حل کړي.
د سیاسي چارو شنونکی فضلالرحمان اوریا په دې هکله څرګندوي:«د بېثباتۍ او بېامنۍ ستونزې چې، په پاکستان کې شتون لري، دا په غلطو سیاستونو پورې اړونده ده چې، په پاکستان کې د بېثباتۍ او ناامنۍ لامل شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې، اصف علي دراني د ۲۰۲۳ کال په مۍ میاشت کې د پاکستان د حکومت لخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و.
په دې اړه مو اندونه