Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ستر پيغمبر (ص) د لارې او طریقې پر پیروي د علماوو ټینګار

د ربیع الاول دولسمه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې له ورځې سره برابره ده!

له دې ورځې سره هم‌مهاله، په پلازمېنه کې ځینې دیني عالمان د حضرت محمد مصطفی (ص) د میلاد پر اهمیت او د اسلام د ستر پیغمبر له لارې او کړنلارو  د پیروۍ پر ارزښت ټینګار کوي.

دوی دغه‌راز وایي چې، نړۍ ته د اسلام د پیغمبر د سترګو په غړولو سره، جهالت له‌منځه ولاړ او د هغه پر ځای اخوت، وحدت او ورورولي راغله.

دیني عالم مبارز په دې هکله وویل:«د نبي (ص)میلاد د مسلمان ملت لپاره یو ستر نعمت دی. الله (ج) ستر لطف کړی چې، پیغمبر (ص) د رحمت په توګه یې دغې نړۍ ته استولی دی. پر دغه نعمت شکر کول پر ټول امت واجب دی چې، د رسول‌الله (ص) په یاد او د هغه حضرت (ص) د راتګ په مناسبت، خپله خوشحالي څرګنده کړو.»

ځينې نور دیني عالمان د حضرت محمد مصطفی (ص) شخصیت او ژوند له هره اړخه د بشریت لپاره یوه بېلګه بولي او وایي چې، د اسلام ستر پیغمبر د غوره اخلاقو خاوند و او له ماشومانو او لویانو سره یې په شفقت او مهربانۍ سره چلند کاوه.

دیني عالم حسیب‌الله حنفي وايي:«د نبي (ص) ټول ژوند، که د اخلاقیاتو په اړه، د ټولنیز ، سیاسي او کلتوري ژوند په اړه، د بشریت لپاره یوه بېلګه ده.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې، دوی هر کال له دا ورځ د ختم او خیرات په مراسمو سره نمانځي.

د کابل اوسېدونکی میرسردار وویل:«د مسلمانانو دنده ده چې، زر کاله نور هم تېر شي، ۱۴۰۰ کال خو تېر شوي او که‌چېرې ۱۴۰۰ کاله نور هم تېر شي، باید دغه ورځ ونمانځي، ځکه محمد (ص) زموږ امام دی او زموږ دین دی او باید دغه ورځ ونمانځو.»

د کابل اوسېدونکی صبغت‌الله هم څرګندوي:«ډېری په جوماتونو او ټول کورونه چې دي، خیرات او صدقه ورکوي او دغه ورځ یوه ښه ورځ ګڼي.»

حضرت محمد (ص) د ۵۷۰ کال یا د ځینو روایتونو له مخې، د ۵۷۱ میلادي کال د ربیع الاول میاشتې پر دولسمه نړۍ ته سترګې وغړولې.

د اسلام ستر پیغمبر په څلوېښت کلنۍ کې پر پیغمبرۍ مبعوث شو او له ۲۳ کاله پیغمبرۍ وروسته یې په ۶۳ کلنۍ کې له دې نړۍ رحلت وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه