د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره وايي چې، دغه اداره په خپلو مرکزونو کې په لسو سکټورونو کې ۱۱۱ څانګو کې ځوانانو ته روزنه ورکوي.
د دغې ادارې رییس غلام حیدر شهامت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې وایي چې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره په ۳۴ ولایتونو او ۲۵۴ ولسوالیو کې، فعال روزنیز مرکزونه لري او په دغو مرکزونو کې په تېر یوه کال کې ۸۰ زره زدهکوونکي حذب شوي دي.
ښاغلی شهامت زیاتوي چې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره د داسې څانګو تدریس کوي چې، د هېواد بازارونه ورته اړتیا لري او ځوانان له فراغت وروسته، د دایمي مسلک څېښتن کېږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وویل:«دغه زدهکړې، په لسو سکټورونو او ۱۱۱ څانګو کې تدریس کېږي چې، د هېواد ځوانان په کې پر زدهکړو بوخت دي. هېواد کې اوسني وضعیت ته په کتو، ځوانان او مشران د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په ترلاسه کولو سره په بازار کې د کار څېښتن کېږي.»
بلخوا، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې یو شمېر نور مسوولان هم وایي چې، د اسلامي امارت د ځواکونو ۳۵ زره کسان ته د ښوونیزو او مسلکي زده کړو او نابینایانو او کڼوته د دیني او حرفوي روزنې اسانتیاوې برابرې کړې دي او دغهراز یې د دې ادارې د کاري چارو د منظمولو په موخه ۷۰ تقنیني سندونه تدوین کړي دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال غلام سعید احساس څرګندوي:«دلته د کڼو او ړندو ورورنو لپاره چې، په تېرو جګړو کې معیوب شوي او یا هم د زېږدون له وخته معیوبه دي، نصاب جوړ کړی او ورته مو ښوونیز مرکزونه جوړ کړي او د هغوی لپاره هم کار جریان لري.»
د دغې ادارې، د مالي او اداري چارو مرستیال فضلالرحمن فاضل هم وايي:«د تېر پرتله، د دغې ادارې په عوایدو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.»
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د ادارې د معلوماتو له مخې، د دې ادارې مسوولانو د افغانستان د اقتصاد د ودې او د تخنیکي او مسلکي کاري ځواک د ځانبسیاینې لپاره په صنعتي ښارګوټو او کوچنیو او لویو فابریکو کې د CLC او PLC ځانګړي مسلکي څانګې فعالې او تطبیق ته چمتو کړې دي.
په دې اړه مو اندونه