د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ وايي چې، د دغه هېواد له بېلابېلو زندانونو ۴۴ افغان کډوال چې ۲۱ زدهکوونکي هم په کې شامل دي ازاد شوي دي.
په کراچۍ کې د اسلامي امارت سرکونسل عبدالجبار تخاري زیاتوي چې، دغه بندیان د اوسېدون د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت سرکونسل وویل:«د ۲۱ افغان زدهکوونکو په ګډون، ۴۴ تنه بندیان د کراچۍ له بېلابېلو بندخونو ازاد او د تورخم له لارې هېواد ته استول شوي دي.»
عبدالجبار تخاري همدارنګه زیاتوي، د پاکستان له حکومته غواړي چې، ناقانونه کډوال بندي نهکړي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت سرکونسل څرګندوي:«موږ د پاکستان له دولته غواړو چې، ناقانونه کډوال بندیان نهکړي او له نیولو وروسته، هغوی افغانستان ته واستوي.»
په همدې حال کې ځينې افغان کډوال چې، په پاکستان کې بندیان دي وايي، په بد وضعیت کې ژوند کوي او له زندانه پر خپل خلاصون ټینګار کوي.
په پاکستان کې بندي افغان ناصر وايي:«شپږ میاشتې کېږي چې، زه په بندخونه کې یم او په خراب وضعیت کې ژوند کوم او باید د پاکستان له بندخونې ژر تر ژره ازاد شو.»
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت سرکونسل د اطلاعاتو پر بنسټ، دا مهال شاوخوا شل نور افغانان هم د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې بندیان دي. دغه کونسلګرۍ وايي، هڅه کوي چې، د پاکستان په زندانونو کې بندي نور افغانان هم را خوشي کړي.
په دې اړه مو اندونه