د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر راروانو دوو ورځو د افغانستان په تړاو د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو غونډه جوړوي.
ټاکل شوې ده، چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشره رزا اوتونبایوا د افغانستان د وضعیت په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.
د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما باهوس او یو مدني فعال به هم په افغانستان کې د وضعیت په تړاو وینا وکړي.
د دې شورا د راپور له مخې، د غونډې په پای کې به د افغانستان په تړاو مشورې هم وشي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي:«د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر پر ۱۸مه) به د افغانستان په تړاو یوه علني توجیهي غونډه او ورپسې پټې مشورې ترسره شي. تمه کېږي چې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره رزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجراییه مدیره سیما باهوس یو لړ توضیحات وړاندې کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی په دې هکله وايي:«دا (غونډه) له نړۍ سره زموږ د هېواد د راتلونکي لپاره ارزښمنه ده. زه ټینګار کوم چې، د افغانستان د خلکو غږ دې لومړیتوب ولري او د دغو بحثونو بنسټ دې وي.»
اسلامي امارت تر اوسه د دې غونډې په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو د اسلامي امارت ویاند تل له یوناما غوښتنه کړې چې، په خپلو راپورونو کې د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي.
خو د افغانستان په تړاو د امنیت شورا د درې میاشتنیو غونډو اهمیت څه دی؟
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د دې لپاره چې امنیت شورا توانېدلې وي چې، د افغانستان سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت وڅېړي او نړۍوالو ته یې راپور ورکړی وي، دا غونډې په هرو درېیو میاشتو کې جوړېږي چې، له بده مرغه تراوسه یې د افغانستان د خلکو لپاره کوم ښه څیز نهدي ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت نیوکه کړې وه؛ خو اسلامي امارت دا مسئله بې بنسټه ووبلله.
په دې اړه مو اندونه