Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کډوالۍ سازمان: یوه اوونۍ کې ۷۱ زره او ۵۲۴ افغان کډوال بېرته هېواد ته راغلي

د کډوالۍ نړۍ‌وال سازمان (ای‌اواېم) په یوه راپور کې ویلي چې، د سپټمبر له لومړۍ تر اوومې نېټې له پاکستان او ایرانه ۷۱ زره او ۵۲۴ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد سازمان په راپور کې همدارنګه راغلي چې، په دې موده کې ۵۰ زره او ۶۳۹ کسان بیا پاکستان او ایران ته کډوال شوي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي:«له ایرانه ۴۳ زره او ۳۷۶ او له پاکستانه ۲۸ زره او ۱۴۸ افغانان هېواد ته راستانه شوي، دغه‌راز ۲۱ زره او ۱۶۹ کسان ایران او ۲۹ زره او ۴۷۰ تنه پاکستان ته تللي دي.»

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی طلوع‌نیوز ته وايي:«کډوالو ته د ډېرو اسانتیاوو په موخه؛ هغه کډوال چې، نن د جبري استلو له ګواښ سره مخ دي، باید دغه وضعیت ته له ډپيلوماټیکو مرجعو، نړۍوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو سازمان له لارې رسېدنه وشي.»

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راپور له مخې، د کډوالو د راستنېدو شمېر ۴۱ سلنه زیات شوی او دغه‌راز د تېرې اوونۍ پرتله د راستنېدونکو شمېر ۴۸ سلنه کموالی ښيي.

ورته مهال په ایران، پاکستان او ترکیه کې ځينې افغان کډوال وايي چې، له ګڼو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي.

ترکیه کې افغان کډوال وحید امیني په دې هکله وویل:«په ډېرو کمپونو کې افغانان بې‌برخلیکه دي او د بند شپې سبا کوي. همدا ډول د کار او روغتیا ته نه‌لاسرسی، سفارت او کونسلګري او همدارنګه نړۍواله ټولنې چې، د کډوالۍ په برخه کې کار کوي دې ته ځانګړې پاملرنه نه‌لري.»

ایران کې افغان کډوال محمد اکبر سلطاني هم وايي:«د نانوایۍ پر مخ یې بروشورونه نصب ځړولي دي چې، افغانانو ته ډوډۍ مه ورکوئ، نو څوک چې، یوه کس ته ډوډۍ ورنه‌کړي دا چې، وژني یې.»

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې دغه کسان د اسلام کلا او ابونصر فراهي بندرونو له لارې ایران او د تورخم، غلام خان، ډنډ پټان، انګور اډې او سپین بولدک له لارو پاکستان ته تللي او راغلي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه